غزني کې څلوېښت کاله وروسته موزیم پرانیستل کېږي

غزني موزیم
د عکس تشریح، له نژدې څلورو لسیزو راهیسې د غزني موزیم دراوزې تړلې دي
    • Author, اسدالله جلالزی
    • دنده, بي‌بي‌سي _غزني

افغان چارواکي وايي، غزني موزیم، چې په افغانستان کې له بډایه موزیمونو یو دی له ۴۰ کلونو وروسته بیا پرانیستل کېږي. د دغه موزیم چارواکي وايي، دا موزیم ۴۲ کاله وړاندې ۱۳۵۶ کال کې ودان شوی، خو له ۴۰ کلونو راهیسي يي دروازه تړلې ده.

د چارواکو په خبره په دغه موزیم کې په زرګونو مات اثار ساتل کېږي، چې تر اوسه پوري يي نژدې زر قلمه اثار په ډېټابېس کې شامل شوي او پر نورو کار روان دی، چې د چارواکو په وینا شمېر یې زرګونو ته رسېږي.

غزني موزیم
د عکس تشریح، غزني موزیم کې پریمانه تاریخ اثار ساتل شوي دي

د طلاعاتو او کلتور وزارت ویاند صابر مومند وايي، نوی نسل ته د ورپېژندلو په موخه به د یوه نندارتون په جوړولو سره د غزني موزیم پرانیستل شي.

د غزني کلتوري ادارې چارواکو په خبره د غزني موزیم اثار له تاریخي اړخه په بودايي او اسلامي دورو پورې تړاو لري.

غزني موزیم
د عکس تشریح، د غزني موزیم اثار د یوه نندارتون لپاره چمتو کېږي

د اسلامي دورې اثار د سلطان عبدالرزاق په ودانۍ کې چې په خپله دا ودانۍ هم په تیموري سبک ودانه او یوه تاریخي ودانۍ ده ساتل کېدل خو اوس په کې اثار نه شته او ځینې اثار د غزني په نوم موزیم کې خوندې دی، چې د ترمیم چارې يي روانې دي.

غزني موزیم
د عکس تشریح، په غزني موزیم کې د بودايي او اسلامي دورو اثار ساتل شوي دي

دغو اثارو کې ډبرینې کتیبي، سفالي لوښي، ځینې پخواني جګړه ییز توکي او مجسمې شاملې دي. چارواکي وايي، په ۱۳۶۵ کال کې د غزني موزیم ځینې اثار د جګړو له امله کابل ته یوړل شول، چې لا هم بېرته نه دي راوړل شوي.

دغزني ښار د خپلې لرغوني علمي او کلتوري میراث او تاریخي اثارو درلودلو له امله په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامی هېوادونو د علمي، فرهنګي اوټولنیز سازمان (ایسسکو) له لوري د اسلامي نړۍ د فرهنګي پلازمېني په نوم ونومول شو.

غزني موزیم
د عکس تشریح، د غزني موزیم ځینې اثار د جګړو له ویرې کابل ته لېږدول شوي وو

د چارواکو په خبره په همدې مناسبت څو ورځې د موزیم دروازه هم د خلکو په مخ پرانیستې وه.