تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"کونړ کې ۲۳ زره بېځایه شوي کسان بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري"
- Author, ذبیح الله رحیمزی
- دنده, ننګرهار
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا ( OCHA) وايي، د کونړ چپه دره کې د داعش او طالبانو ترمنځ د جګړو له ويرې۲۳ زره کسان له خپلو ځايونو بې ځايه شوي دي چې بېړنیو مرسته ته اړتیا لري.
د دې ادارې مشر ایان ريډلي ( Ian Ridley) چې نن (سه شنبه اپریل لسمه) يې په جلال اباد ښار کې رسنيز کنفرانس ته خبرې کولې وويل، د بې ځایه شويو ډېره برخه کوچنيان او مېرمنې دي او له نيمايي ډېرو ته تراوسه لومړنۍ مرستې نه دي رسېدلي.
نوموړي وویل:
''زه دوې اندېښنې لرم، یوه د هغو کسانو په اړه ده چې جګړه کې بند پاته دي او نه شي کولای چې ځان وباسي، خلک باید دا غوراوی ولري چې د جګړو سیمه کې پاته کېږي او که هغه سیمه پریږدي، بله اندېښنه مې د هغو کسانو په اړه ده چې خپلې سیمې یې پرېښي دي، دا بې ځایه شوي غواړي چې خپلو مېنو ته ستانه شي، خو د دې کار لپاره باید ښکېلې ډلې جګړه ودروي، زما اندېښنه داده چې ممکن خلک په میاشتو میاشتو بېرته ستانه نه شي او وضعیت یې لا ترینګلی شي. ''
دې ادارې په چپه دره کې د جګړې په منځ کې د ایسارو خلکو ژوند ته اندېښنه ښودلې او د بې ځايه شويو وګړو بېرته ځای پر ځای کېدل يې هم ستونزمنه چاره بللې ده.
بل لور ته د کونړ چارواکو ويلي، د اسلامي دولت نومي ډلې داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې د حمل له لومړي ورځو پيل شوې چې دوې اونۍ وړاندې یې زور کړی دی.
دا جګړه د چپې درې په ورسک تنګي کې پيل او په مکمل او ديګل دره کې د دې ډلو وسله وال سره په سختو جګړو واوښتل او له يو بل سيمې لاندې او خلک يې خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړل.
که څه هم د کونړ ځايي چارواکو بې ځايه شويو سره د مرستو رسولو خبره کړې وه، خو د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ ادارې مسوولین وايي، لا هم نيمايي بې ځايه شويو خلکو ته مرستې نه دي رسېدلي.
په دې جګړو کې د ولسي خلکو د بې ځايه کېدو سربېره د ملکي وګړو د کورونو د سوځېدو او چارواکو دواړو ډلو ته د ۵۰ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره کړې وه.
که څه هم په چپه درې ولسوالۍ کې اوس جګړه توده نه ده، خو د خلکو اندېښنې کمې شوې نه دي او لا هم له سيمې په راوتلو دي.
له هغه وروسته چې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش پروړاندې عملیات کړندي کړل او ګڼې سيمې د دوی له ولکې وويستل شوې، امریکايي چارواکو وويل،ددغې ډلې وسله والو د کونړ ځینو غرنیو درو ته مخه کړې ده.