د کابل بهیر دریمه ناسته بیا وځنډېده

د عکس سرچینه، Arg
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
افغان حکومت د کابل بهیر د درېمې ناستې د ځنډېدو اعلان کړی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دغه ناسته به اوس د سولې د مشورتي جرګې له پرېکړې وروسته جوړېږي.
ټاکل شوې وه، چې په دې ناسته کې تر ډېره د افغانستان د سولې لپاره پر نړیوالو هڅو خبرې وشي.
په پلان کې وه چې د کابل پروسې دریمه ناسته لکه د تېر په څیر د فبروری په میاشت کې وشي خو د نامعلومو دلایلو له کبله وځنډول شوه.
د تېر کال کابل بهیر دویمه ناسته کې د څه باندې۲۰ هېوادونو او درې نړیوالو بنسټونو استازو ګډون درلود.
د تېر کال غونډې مهم اړخونه له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو لارې چارې، له نشه یي توکو سره مبارزه او له پاکستان سره هر اړخیزو خبرو ته چمتوالی و.
غونډه ولې وځنډول شوه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دا ناسته په کور د ننه د سولې په اړه د ملي اجماع له رامنځته کیدو وروسته په کابل کې جوړیږي.
د یاد وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي په دې ناسته کې به د افغانستان د سولې په اړه ټولې هڅې وروستی شي:
د سولې مشورتي جرګې وروسته به د کابل بهیر غونډې لپاره نېټه وټاکل شي. د سیمه ییز او نړیوال اجماع لپاره کار کوو.
د سولې مشورتي جرګه هم چې ټاکل شوي وه د کب په میاشت کې جوړه شي د ثور یا غوايي تر میاشتې ځنډیدلي ده.
د دغې بهیر دویمه ناسته تېر کال د فبروری په میاشت کې وه چې د ۲۷ هېوادونو استازو او نړیوالو بنسټونو پکې ګډون کړی و.
د ولسمشر غني په وینا افغان حکومت په هغه ناسته کې طالبانو او پاکستان ته د سولې تفصیلي وړاندیزونه وکړل چې د ده په ټکو اوس د سولې بهیر له پخواني ګونګ حالت وتلی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د کابل پروسې د دریمې ناستې د بیا ځنډیدو خبر داسې مهال دی چې افغان حکومت او نړیوال همکاران يي په کور د ننه او له هېواد بهر د افغان سولې لپاره د همکاریو او یوه غږ په لټه کې دي.









