تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني: د سولې ضمانت ځکه غواړو چې سراسري امنیت راولي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي افغانان ځکه د سولې له پاره ضمانت غواړي چې د سراسري امنیت سبب شي.
ولسمشر غني وایي د سولې نړیوالې تجربه ښودلې که دغه بهیر په دقت ونه سنجول شي د امنیت پر ځای د لا ناامنۍ سبب کېږي.
افغان ولسمشر ټینګار وکړ لکه څرنګه چې د سولې په خبرو کې د نړیوالو ځواکونو پر وتلو بحث پیل شوی، همدارنگه باید له پاکستان سره د طالبانو اړیکې هم وڅېړل شي.
"یو ځل بیا له نړیوالو همکارانو مننه کوم چې زما په هیله يي هغه څه وکړل چې خلکو فکر کاوه د بحث وړ ندي، د دې خبرو دلیل دا و چې ما په وضاحت ورته وویل، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو حضور د بحث وړ دی خو پوښتنه دا ده چې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې کله په یوه نړیوال بحث بدلیږي، له تروریستي ډلو سره پر اړیکو یوه اندازه بحث شوی خو له حرامو اقتصادي شبکو سره بحث کله کېږي؟ له پردو شاته دا پټې اړیکې باید روښانه شي."
د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې هم نن د ولسمشر محمد اشرف غني خبرې د سولې پر روانو هلوځلو او د دې بهیر پر پایلو ورټولې وې.
ولسمشر غني وايي د سولې روان بهیر تر دې دمه په دقت او تدبیر سره پر مخ تللی دی او افغانان ځکه د سولې لپاره ضمانت غواړي چې د سراسري امنیت سبب شي.
ولسمشر وویل دا مهال د افغانستان د سولې په اړه ملي یووالی او بهرنۍ هڅې د پام وړ دي.
د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ په افغانستان کې د سولې په تړاو له نږدې دوه اونیو راهیسې د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې روانې دي.
ولسمشر غني که څه هم دې خبرو ته مخامخ اشاره ونه کړه خو اندېښنه یې څرګنده کړه چې په وینا یې ''که د سولې بهیر په دقت ونه سنجول شي د امنیت پر ځای د لا ناامنۍ سبب کېږي. ''
دغه راز پرون یو شمېر سیاسي او پخوانیو جهادي مشرانو هم په یوه خوله د تلپاتې او باعزته سولې غوښتنه وکړه.
ويې ویل په دې برخه کې باید د افغانانو غوښتنې او اندېښنې په پام کې ونیول شي.
دغې ټولو څرګندونو او وروستیو هڅو ته په کتو ولسمشر غني وايي، سوله یوه لنډمهاله موضوع نده چې په کم نظر ورته وکتل شي بلکې د تل پاتې سولې له پاره باید سل کلن لیدلوری موجود وي چې هېواد بیا کله هم د کړکېچ خوا ته لاړ نه شي.