تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: د سولې راتګ حتمي او نژدې شوی دی
افغان ولسمشر محمداشرف غني کونړ ته د یو ورځني سفر پر مهال وویل، اوس د تېر پرتله په افغانستان کې د سولې راتګ حتمي او نژدې شوی دی.
ولسمشرغني وايي، تجربو ښودلې ده، په هر هغه هېواد کې چې جګړه وې او د سولې راتګ رانژدې شي، نو جګړه زور اخلي، د نوموړي په خبره ځکه دی له افغان ولسه د زغم غوښتنه کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا په ټینګار سره وويل، موقت حکومت ورته د منلو وړ نه دی. نوموړي پر خپلو سیاسي سیالانو غږ وکړ چې په راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ورسره سیالي وکړي. نوموړي د سولې خبرې خپل نوښت وباله:
''سوله زموږ ابتکار و، سوله زموږ طرح وه، باور وکړئ، که د سولې لپاره مې سر هم ځي ورته تیار یم، خو د هغې سولې لپاره نه چې د نوې بربادۍ فصل وي. ''
ښاغلي غني کونړ ته د خپل دغه یو ورځنی سفر په مهال وویل، په افغانستان کې سوله ژر راتلونکې ده او په وینا یې تجربو ثابته کړې چې په یوه هېواد کې د سولې راتګ له نژدې کېدو سره جګړه زور اخلي او تر څنگ يې تبليغاتي جگړه هم شدت مومي.
ولسمشر غني په داسې حال کې د سولې د ژر راتګ خبره کوي چې له تېرو لسو ورځو راهیسې د قطر په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ د افغان سولې په اړه د تړلو دروازو تر شا تودې او اوږدې خبرې روانې دي، چې تر اوسه یې لږ جزیات له رسنیو سره شریک شوي دي.
پرون د امريکا د بهر نيو چارو وزير مايک پومپيو وویل ښايي په نژدې راتلونکي کې دي هم قطر ته سفر وکړي چې د خبرو پرمختګ په صورت کې خبره پر مخ یوسي.
له دې مخکې د روانې میاشتې لومړیو کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي و، له طالبانو سره د سولې خبرو پړاو ته په کتو، له افغان سیاستوالو یې د سولې خبرو کې د خپلو استازو ور پېژندلو نوملړ چمتو کولو غوښتنه کړې.
ارګ ویلي، د سولې خبرو اوسني پړاو ته په پام سره له افغان سیاستوالو غوښتل شوي چې په هغو کې د ګډون لپاره خپل نوماندان ور وپېژني.
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د مارچ پر درېیمه وویل، حکومت له پیله تکل درلود خبرو لپاره داسې یو پلاوی ولري چې د ګردې ټولنې استازیتوب وکړای شي.