د افغان ښځو لپاره عدالت ته رسېدل اسان شوي؟

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
دا وخت د کابل په شمول د افغانستان د ۱۵ ولایتونو په قضايي بنسټونو کې قاضیانې په کار بوختې دي، خو په ۱۹ نورو ولایتونو کې هېڅ ښځینه قاضي په کار نه ده ګومارل شوي.
په دغه هېواد کې له ۲۰۰۰ ډېر نارینه قاضیان په کار بوخت دي خو د ښځینه قاضیانو شمېر نژدې ۲۷۰ تنو ته رسېږي چې د ټولو قاضیانو لس سلنه جوړوي.
له نن څخه شپږ کاله پخوا بیا د ښځینه قاضیانو شمېر ۱۸۶ تنو ته رسېده.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر وايي د ټولو پرمختګونو سره سره اوس هم په افغانستان کې د ښځینه قاضیانو فعالیت کمرنګه دی.

د عکس سرچینه، AFP
ځينې مېرمنې چې د خپلو ستونزو د حل په خاطر يې محکمو ته مراجعه کړې وايي، د ښځینه قاضیانو په حضور کې دوی ته د عدالت د رسېدو چاره اسانه وي.
خو له طالبانو سره د سولې خبرو له پیلېدو وروسته د ښځینه قاضیانو تر منځ یوه بله اندېښنه راټوکېدلې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د بشري حقونو د برخې رییس ریچارد بېنت د مسکو په غونډه کې د طالب پلاوي د مشر پر څرګندونو چې په وینا یي ښځه نشي کولای ولسمشره یا قاضي شي اندېښنه ښيي وايي افغان حکومت د ښځو حقونو خوندي کولو ته ژمن دی.
د ده په وینا په قضايي بنسټونو کې باید د میرمنو رول له پامه ونه غورځول شي:
"قانوني داسې ضمانتونه او ملاتړ شته چې افغان حکومت د برابری او تعصب نه کولو په برخه کې د ښځو د حقونو په ساتلو مکلفوي. قاضيان، څارنوالان، مدافع وکیلان او د محکمو کارکونکي باید له افغانانو سره عادلانه، له انصافه ډک او اغېزمن سلوک وکړي او دا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مهم رول دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
له دغو اندېښنو سره، د افغانستان قضايي اداره وايي، په پام کې لري چې په دغې بنسټ کې د ښځینه قاضیانو شمېر لوړ شي.
په افغانستان کې حاکمو دودونو په قضايي برخه کې د مېرمنو ونډه ډېره محدوده کړي، دوه کاله وړاندې چې افغان ولسمشر د دویم ځل لپاره هم یوه ښځه په ستره محکمه کې د غړیتوب لپاره ولسي جرګې ته ور معرفي کړه د باور رایو په اخیستلو بریالۍ نه شوه.









