پاکستان خپل هوايي حریم په جزوي ډول الوتنو ته پرانیزي

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د ملکي هوايي چلن چارواکي وايي، ځايي وخت ماښام شپږ بجې د دغه هېواد له هوايي حریم پر الوتکو د تېرېدو بندیز په جزوي ډول لرې کوي.

دا اداره وايي، په لومړیو کې به د پېښور، اسلام اباد، کراچۍ او کوټې نړیوال هوايي ډګرونه پرانیستل شي.

له هغه وروسته به نورې نړیوالې هوايي اډې پرانیستل کېږي، خو د لاهور هوايي ډګر به بند وي.

د الوتکو تګ راتګ به ځايي وخت ماښام شپږ بجې پیل شي.

له تېرې چارشنبې ورځې راهیسې پاکستان د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره خپل هوايي حریم تړلی.

د اسلام اباد دا ګام له هغه وروسته دی چې کشمیر کې یې پر کنټرول کرښه د هند دوه الوتکې وغورځولې.

له دې یوه ورځ مخکې هند د پښتونخوا په بالاکوټ کې پر یو مرکز هوايي برید وکړي.

هندي چارواکي وايي، دې برید کې یې د جیش محمد ډلې یو ستر مرکز په نښه کړی دی.

جیش محمد د پرورۍ پر ۱۴ د هندي کشمیر په پلوامه کې د هغه موټر بم مسوولیت منلی چې ۴۶ هندي سرتېري پکې ووژل شول.

نړیوالې الوتنې تر مارچ څلورم بندې دي

کشمیر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کشمیر کې د هند الوتکې غورځېدو پسې پاکستان د الوتکو پرواز بند کړ

د هند او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ له امله پر کورنیو سربېره بهرنۍ الوتنې هم اغېزمنې شوې.

د پاکستان د هوايي چلن اداره وايي اوس یوازې کورنیو الوتنو ته اجازه ور کړل شوې او هغه نړیوالې هوايي کرښې چې د دغه هېواد له فضا تېرېږي، د مارچ تر څلورمې د بیا تلو اجازه نه لري.

د پاکستان د دې بندیز له امله د افغانستان او هند ترمنځ هم الوتکې کرښې بدلولو ته اړې شوې دي.

واشنګټڼ پوسټ ورځپاڼه وايي، د هندي سپایس جټ هوايي کرښې الوتنو چې د پاکستان له هوايي فضا به یې له کابل تر ډیلي په یو ساعت و څلوېښت دقیقو کې سفر کاوه د چار شنبې پر ورځ د مسیر د بدلون له کبله څلورو ساعتونو کې ورسېده.

د واشنګټن پوسټ د وړمې ورځې د رپوټ له مخې د برتانیا او ايرینډیا په ګډون د لویو هوایي کرښو الوتکې مجبورې شوې چې د هند او پاکستان پر فضا له تېرېدو د مخنیوي لپاره خپله تګ لیکه بدله کړي.

څو نورو هوايي کرښو هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې د هوايي ډګرونو د تړل کېدو له امله یې د سپرلۍ الوتنې ځنډېدلې دي.

د اماراتو او قطر هوايي کرښو هم پاکستان ته خپلې الوتنې لغو کړې دي.