تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: امریکا د پنځو کلونو لپاره د پاتېدو وړاندیز نه دی کړی
افغان طالبانو په پنځو کلونو کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله د نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ رد کړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استولې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو او امریکا د دوحې وروستیو خبرو کې پر اړوند موضوع خبرې نه دي شوې:
"د مذاکراتو په روانو ناستوکې نه په لنډمهالي حکومت خبره شوې، نه په انتخاباتو او نه هم تر اوسه پورې امریکایي لوري داسې کوم وړاندیز کړی چې څلور یا پنځه کاله به نور هم په افغانستان کې پاته کیږي. "
د نوموړي په خبره: "په اوسنۍ ناسته کې د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د وتلو په څرنګوالي، همدارنګه په راتلونکي کې له افغانستان څخه د اطمئنان په څرنګوالي خبرې شوې دي، نورې اوازې او شایعات هیڅ حقیقت نه لري".
د طالبانو دا غبرګون له هغه وروسته دی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ له خبرو بیا پیلېدو یوه ورځ مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ وویل، د دې خبرو یوه مهمه طرحه دا ده چې امریکايي ځواکونه پنځو کلونو کې له افغانستان ووځي.
د دې رپوټ له مخې دا طرحه د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان برابره کړې او له مخې یې نور نړیوال ځواکونه هم له امریکايي پوځ سره په یو وخت له افغان جګړې ستنېږي.
تراوسه د دې طرحې د پرېکند کېدو خبر نشته او ټاکلې ده چې دا خبرې د شنبې په ورځ بیا پیل شي.
له دې مخکې د طالبانو سرچینې بي بي سي ته ویلي و چې د دوی او امریکا خبرو کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهالوېش خبرې پای ته رسېدلې دي.
دا د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پنځم پړاو دی چې تېره چارشنبه د دوو ورځو لپاره وځنډېد او د مارچ په دویمه بیا پیلېږي.
ویل کېږي د سیاسي پرېکړو مرکزونو سره د همغږۍ لپاره دا خبرې ځنډول شوې دي.
سره له دې چې افغان حکومت بیا بیا له طالبانو سره د خبرو غوښتنه کوي، خو لا هم دا ډوله دې خبرو ته نه ده چمتو شوې.
خو امریکا وايي، له طالبانو سره د هوکړې پیلي کېدل د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو او اوربند پورې تړلي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا د اوسنۍ وړاندیزي طرحې له مخې د دغه هېواد نیمايي ځواکونو راتلونکو میاشتو کې له افغانستان وځي او نږدې ۸۶۰۰ نړیوال ځواکونه د افغان امنیتی ځواکونو د روزنې مسوولیت اخلي.
په دې ډول افغانستان کې د امریکا پاتې سرتېري یوازې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې رول لوبوي.
د دې رپوټ له مخې، په واشنګټن او د ناټو مرکز بروکسل کې له افغانستان د ځواکونو وتلو په هکله د دې وړاندیزي طرحې هرکلی شوی دی.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ټوېټر کې لیکلي چې دې خبرو کې پر څلورو مهمو خبرو بحث کېږي:
له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل، له القاعده او داعش سره مبارزه کې د طالبانو همکاري، اوربند او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخ په مخ خبرو پیلول.