دوحې ناسته؛ د طالبانو او امریکایانو خبرو کې دوه ورځې وقفه

- Author, عنایت الحق یاسیني
- دنده, بي بي سي
په قطر کې د طالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته ویلي، په دوحه کې د دوی د مذاکراتي ټیم او د امریکایي پلاوي ترمنځ پر دویمه ورځ ګټورې خبرې وشوې، خو اوس دواړو خواو د دوه ورځو لپاره وقفه یا دمه اخیستې ده. سرچیني وایي چې په دې دوه ورځو کې به دوی له خپلو مشرانو سره سلا مشوره کوي.
د دویمې ورځې تر خبرو وروسته د طالبانو د پلاوي یوه غړي او د دې ډلې د واکمنۍ پر مهال د کورنیو چارو وزیر ملا خیرالله خیرخواه بي بي سي ته وویل، پر دویمه ورځ ګټورې خبرې وشوې او دواړه خواوې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د بل چا پر ضد د افغانستان د خاورې پر نه کارېدلو وغږېدل.
یوې بلې معتبرې طالب سرچینې بي بي سي ته وویل، د تخنیکي کومیټو چارې هم "تقریباً بشپړې شوې دي "، او دواړو خواو اړونده دوسیې چمتو کړې دي.
پرون ځینو سرچینو بي بي سي ته منلې وه چې ملګري ملتونه او د ناروې هېواد هم دې خبرو کې ښکېل دي، او په تخنیکي برخه کې له ښکېلو غاړو سره مرسته کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
سهیل شاهین پرون سه شنبه بي بي سي سره یوه ځانګړې مرکه کې وویل، طالبان افغان حکومت سره نه، بلکې افغان ولس سره خبرې کوي.
د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي شاهین وویل، طالبان د شریعت په رڼا کې د ښځو د تعلیم او کار مخالف نه دي او په ۱۹۹۰مه لسیزه کې دا پالیسي نه وه چې ښځې تعلیم او کار وکړي:
"کله چې طالبان په ۱۹۹۰مه لسیزه کې واک کې وو، پالیسي یې دا نه چې ښځې تعلیم او کار وکړي، چې په وینا یې هغه مهال د 'بودیجې او اسانتیاوو نشتوالي' ستونزې وې."
خو کله چې له ښاغلي شاهین وپوښتل شول، دا چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې په تړاو خبرې نه غواړي، څه فکر کوي چې له درېیم اړخ سره به خبرې کومه پایله ورکړي؟
سهیل شاهین وویل: "موږ دا نه ردوو چې افغان حکومت د شخړې یوه برخه نه ده، خو موږ اوس د افغان مسلې په بهرني اړخ کې یو چې له امریکایانو سره د دوی د ځواکونو پر وتلو غږېږو."
دی وايي، له امریکايي پلاوي سره د خبرو پایلو او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره یې یوه ډله ټاکلې ده.
دغه طالب ویاند ویلي، د افغان شخړې په تړاو ځینې کورنۍ مسلې شته چې د اجنډا له مخې پرې وروسته خبرې کېدای شي.










