'د سولې هره هوکړه کې باید د ښځو حقونه سرې کرښې وي'

Burqa-clad women travel in a vehicle along a street in Kandahar on 18 December

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالب او امریکایي چارواکو د خبرو بل پړاو ته له نژدې کېدو سره سم، د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وایي چې دغو خبرو او د سولې هر ډول هوکړه کې باید د ښځو حقونه سرې کرښې وي.

افغان چارواکي د سولې ټینګښت ته هیله من برېښي، خو مېرمنې بیا اندیښمنې دي چې د طالبانو په راتګ به بیا د دوی ازادۍ محدودې او حقونه به یې تر پښو لاندې کیږي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر وایي، د سولې په بحثونو کې باید د ښځو پر حقونو سترګې پټې نه شي او د ټولنې دا نیمایي برخه هم پر روانو خبرو ورګډه شي:

"د خلکو ونډه حتمي ده او په ځانګړي توګه د ښځو معنا لرونکي ونډه، دا په دې معنا چې هم باید د ښځو ونډه ډېره شي او هم میرمنې له هغې وخته چې مونږ د سولې خبرې پیلوو او یا د سولې د پیل خبرو لپاره پلان جوړوو، باید دوی په کې برخه ولري، ښځې باید په خبرو کې شریکې وي او د سولې هوکړه لیک په تطبیق کې هم، له دې پرته به مونږ یواځې د افغانستان له نیم نفوس سره سوله ولرو چې دا خپله دا ښکاره کوي چې مونږ د سولې په لوري نه ځو."

ښځې د خپلو حقونو د ټینګښت غوښتنه په داسې مهال کوي چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ یو ځل بیا طالب او امریکایي استازي د سولې د خبرو په موخه دوحه کې سره جرګه شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پای ته رسیږي، طالبان به له دوی سره خبرې کوي چې په کې به ټولې لاسته راوړنې خوندي وي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د دغې شورا د دارالانشاء مشر عمر داودزی وایي، د سولې په جوړیدونکې لویه جرګه کې هم ښځو ته د پام وړ ونډه په پام کې نیول شوې ده:

"دا چې په لویه جرګه کې به د مېرمنو ونډه څنګه او څومره وي اوس داسې ویلای شو چې دا ځل به د لويې جرګې په غونډه کې د دوی ونډه لږ تر لږه ۳۰ سلنه وي."

د سولې په اړه لویه جرګه د کب میاشتې په وروستیو کې جوړیږي او د سولې عالي شورا وایي، دا جرګه له تېرو هغو سره ځکه توپیر لري چې د دوی په ټکو نادولتي څېرې ګډون په کې کوي او د تابیا نیولو چارې یې هم نادولتي کمیسیون ته سپارل کیږي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم د سولې په بهیر کې د ټولنې د ټولو قشرونو د حقونو د ساتنې ډاډ ورکوي:

"د دې هېواد وګړي باید د هغو کسانو په څېرو کې ځانونه وویني چې له طالبانو سره د هېواد د راتلونکې په اړه پر مهمو مسئلو خبرې اترې کوي، موږ به د خپلو خویندو وروڼو تر څنګ ولاړ وو او افغانستان لپاره داسې راتلونکې غواړو چې ټول افغانان په کې سوله ییز او باعزته ژوند ولري."

عمر داودزی

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر عمر داودزی وایي، د سولې په جوړیدونکې لویه جرګه کې هم ښځو ته د پام وړ ونډه په پام کې نیول شوې ده

د مسکو په تېره غونډه کې هم د طالب پلاوي مشر وویل چې دوی د ښځو حقونو ته درناوی کوي او د کار او تعلیم په برخه کې هغه حقونه ورکوي چې اسلام ورکړي دي.

د مسکو د غونډې په تعقیب به د طالب او افغان سیاستوالو بله غونډه د مارچ په لومړیو کې وشي چې هلته به هم د مسکو په څېر یوشمېر میرمنې په کې ونډه واخلي.