له امریکا سره د سولې په اړه د ولسمشر غني خبرې

د عکس سرچینه، ARG - ارگ
- Author, ګلستان شينواری
- دنده, بي بي سي
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس له ولسمشر اشرف غني سره لیدنه کې هیله ښودلې، چې طالبانو سره خبرو کې به یې پرمختګ وشي او د خبرو اترو بهیر ته د افغان حکومت په ور ګډېدو به افغانستان کې سولې او ټیګاو ته لاره جوړه شي.
د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې د دې لیدنې پر مهال ښاغلي پېنس وویل، چې د سوېلي اسیا او افغانستان لپاره امریکايي تګلاره بریالۍ ده، چې په پایله کې یې طالبان خبرو ته کېناستل.
ولسمشر غني په دې لیدنه کې د امریکايي مشرتابه دا پرېکړه وستایله، چې په وینا یې په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو د راتلونکي شمېر او ماموریت په اړه له افغان حکومت سره سلا کوي.
بلخوا، د امریکايي کانګرس یو شمېر مخکښو غړو له ولسمشر غني سره لیدنه کې ټینګار کړی، چې امریکا باید له افغانستانه په لوی شمېر کې پوځیان را و نه باسي.
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس له ولسمشر غني سره دې لیدنه کې وویل، چې د ولسمشر ټرمپ لخوا د سوېلي اسیا لپاره د اعلان شوې تګلارې له مخې امریکايي او اېتلافي پوځیانو له افغان ځواکونو سره په ګډه د طالبانو، القاعدې او "اسلامي دولت" ډلې پر ضد تر اوسه بریالي عملیات کړي دي.
هغه د سولې خبرو ته د طالبانو چمتو کېدل، د همدې تګلارې بریا وبلله:
"موږ د دغو خبرو پرمختګ ته سترګې په لار یو او هیله من یو چې تاسې او ستاسې حکومت به دغه بهیر ته را ګډ شئ. لکه ولسمشر ټرمپ او ما چې مخکې هم په دې اړه له تاسې سره خبرې کړې، هیله مو دا ده، چې له دې لارې به روغه جوړه وشي او د افغانانو روښانه راتلونکي ته به لاره جوړه شي. په دې سره به دا باوري شي، چې افغانستان به بیا د ترهګرو او سخت دریځو ډلو لخوا ستاسې د خلکو، د نړۍ د نورو هېوادو او امریکا پر ضد د تاوتریخوالي لپاره نه کارېږي."
ښاغلي پېنس د افغان ځواکونو ستاینه وکړه چې په وینا یې په افغانستان کې یې د سولې، امنیت او ولسواکۍ لپاره لوړې قربانۍ ورکړې دي.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د امریکا د پرله پسې ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه او په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو د راتلونکي په اړه له افغان حکومت سره خبرې اترې وستایلې.
د افغانانو په مشرۍ د سولې هڅې
ولسمشر غني همداراز ټینګار وکړ، چې طالبان باید له ترهګرو ډلو، پاکستان او د نشه يي توکو له شبکو سره د خپلو اړیکو په اړه غوڅې او سپینې خبرې وکړې:
"تاسې د امریکايي ځواکونو د شمېر، دندو او راتلونکي په اړه له موږ سره د خبرو په کولو د نیوکګرو څرګندونې ناسمې زبات کړې. له امریکا او ناټو سره زموږ ټولې اړیکې د قانوني اسنادو په چوکاټ کې دي او یا هم د دولتونو تر منځ اړیکې دي. هیله مې دا ده، چې له پاکستان، ترهګرو ډلو او د نشه يي توکو له شبکو سره د طالبانو اړیکې ډېرې څرګندې شي، چې څنګه به ترې ځان بېلوي. ځکه طالبانو اوس پخپله هم منلې، چې د دغسې بېلتانه اړتیا شته."
ښاغلي غني همدراز وویل، چې د سولې هڅې چې تر اوسه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت تر سره کېدې بریالۍ وې، چې د تېرې جون میاشتې اوربند یې یوه ښه بېلګه وه.
هغه وویل، حکومت یې تل د سولې هڅه کړې او په وینا یې د سوېلي اسیا او افغانستان لپاره امریکايي تګلاره هم په اصل کې د سولې تګلاره ده.
ولسمشر ټرمپ د دې تګلارې د اعلان پر مهال ویلي وو، چې په افغانستان کې به ټولې وسله والې ډلې ځپي او طالبان به د سولې خبرو ته اړباسي.

د عکس سرچینه، ARG - ارگ
د جرمني لومړۍ وزیرې، انګېلا مېرکل، هم له ولسمشر غني سره پر دوه اړخیزو مسلو خبرې کړې دي. د ارګ د خبرپاڼې په وینا، مېرمن مېرکل ښاغلي غني ته ډاډ ورکړی، چې هېواد یې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ کوي او له افغانستان سره به هر اړخیز ملاتړ روان ساتي.
بلخوا، د امریکا د کانګرس یو شمېر مخکښو غړو هم له ولسمشر غني سره کتلي او ټینګار یې کړی، چې امریکا باید د سوریې په څېر له افغانستانه خپل ډېر پوځیان را و نه باسي.
د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې د مشر په ګډون دغو امریکايي استازو ته ښاغلي غني ډاډ ښودلی، چې ولسمشر ټرمپ به د ځواکونو د ایستلو پرېکړه د افغانستان له شرایطو او اړتیاو سره سمه کوي.











