ورځپاڼو ته کتنه: د طالبانو پر ژمنو باور مه کوئ

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو پر ژمنو باور مه کوئ، دا فارن پالیسي خپرونې د یوه مطلب سر لیک دی، چې په امریکا د پاکستان پخواني سفیر لیکلی دی.
حسین حقاني تل د پاکستان پر کړنلاره په تېره د افغانستان په برخه کې نیوکې کوي.
دی وايي په ۱۹۸۸ کال کې د جنیوا لوظنامې په پایله کې د شوري اتحاد ځواکونه له افغانستان ووتل خو دغه هېواد کې سوله او ثبات رانغی:
"که اوس د امریکايي ځواکونو له وتلو وړاندې جدي تدابیر ونه نیول شي نو د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به هم دغه هېواد کې سوله ټینګه نه شي".
ښاغلی حقاني وايي د هغې هوکړې په رڼا کې چې د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ شوې پر طالبانو باور کول لویه سادګي ده.
دی وايي د دې هوکړې له مخې امریکا يي سرتیري له افغانستان د داسې یوې ژمنې په بدل کې وځي چې هیڅکله باور پرې نه شي کېدی.
حقاني لیکي چې که داسې وشي نو دا به په ټوله نړۍ کې جهادي ډلې خپل بری وبولي.
حسین حقاني په دې باور دی، چې یوازې په دې شرط پاکستان په افغان مسله کې مثبت رول لوبولی شي چې خپله پنځوس کلنه کړنلاره بدله کړي او هغه په افغانستان کې د پاکستان پلوي او هند ضد اسلامي حکومت رامنځته کول دي.
دی وايي طالبان لا هم د حقاني شبکې په څېر ډلو باندې تکیه کوي.
ښاغلي حقاني لیکي له یوې ترهګرې ډلې سره په بیړه جوړجاړی به ناورین رامنځته کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې له افغانستان په بیړه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرداری ور کړی دی.
دا ورځپاڼه په یوه مطلب کې وايي که دا سې وشي نو دا حتمال د امریکا د خوندیتوب په مانا نه دی بلکې دا چاره به د یوې بلې ترهګرۍ د څپې لامل شي چې د طالبانو د ممکنه واک په سېوري کې به وغوړیږي.
لیکوال وايي دا ډول اقدام به په افغانستان کې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې هم په سیند لاهو کړي.
هندۍ ورځپاڼې ډیلي نیوز لیکلي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د احتمالي وتلو او د کشمیر پر امنیت یې د اغیز په اړه د هند پوځ خپله چوپتیا ماته کړې او خلکو ته یې ډاډ ورکړی چې که ترهګر خاورې ته د ننوتلو هڅه وکړي نو پوځ هر ډول حالت ته چمتو دی.
د هند په شمال کې د پوځ لوی قوماندان جنرال رنبیر سینګ ویلي که څه هم له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو مهال نه دی ټاکل شوی خو پوځ او نورې دولتي ادارې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري.
نوموړي ویلي په تېرو پنځو کلونو کې د هندي ځواکونو له خوا څه باندې اته سوه ترهګر وژل شوي چې څلور سوه نوي یې یا پاکستاني و او یا د نورو هېوادونو.

د عکس سرچینه، .
پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرېس ټرېبیون د افغان ولسمشر محمد اشرف د هغه ټویټ په ځواب کې د یو شمېر پاکستاني سیاستوالو او لیکوالو غبرګون خپور کړی.
ښاغلي غني په دغه هېواد کې د سوله ییزو لاریونوالو او مدني فعالینو سره د زور زیاتې په اړه ټوېټ کړی و او په دې برخه کې یې د افغان حکومت اندیښه په ډاګه کړې وه.
دا ورځپاڼه لیکي ګڼ شمیر سیاستوال او لیکوال د ښاغلي غني دا ټویټ غندي خو په دې منځ کې د پاکستان د پارلمان د غړي محسن دوړ ټویټ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی هم دی، د پام وړ دی چې دورځپاڼې په باور د دې هرکلي تاوان یوازې پښتون ژغورنې غورځنګ ته رسیږي او دا جوتوي چې دا غورځنګ د بل چا لپاره کار کوي.








