خلیلزاد: د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش نشته

امریکايي سرتېري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، امریکا په افغانستان کې نږې ۱۴ زره سرتېري لري

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له طالبانو سره خبرو کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو کومه هوکړه نه ده شوې.

زلمی خلیلزاد خپل ټوېټر کې لیکي، وروستیو ورځو کې یې له ځینې طالب چارواکو په انفرادي ډول دا ادعا اورېدلی چې د ځواکونو وتلو مهالوېش جوړ شوی.

"نن له دې ادعا شاتګ وشو، باید روښانه وي چې د ځواکونو وتلو مهالوېش نشته".

د زلمي خلیلزاد تر دې ټوېټ یوه ورځ مخکې د طالبانو یوه غړي مولوي حنفي مسکو غونډه کې وویل، د راتلونکې اپریل میاشتې تر وروستیو نیمايي امریکايي سرتیري له افغانستان ووځي.

خو د نوموړي تر څرګندونو وروسته له امریکايي پلاوي سره خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشر شیرمحمد عباس ستانکزي دا څرګندونې رد کړې او ویې ویل خبرې روانې دي او پر پلان هوکړه نه ده شوې.

طالبان او امریکا دواړه مني چې د دوحې وروستیو خبرو کې تر ډېره خبرې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او دې څرخېدې چې له هغه وروسته به افغانستان د القاعده او نورو وسلوالو ډلو لپاره په مرکز نه بدلېږي.

ولسمشر ټرمپ د چارشنبې په ورځ( د پرورۍ ۶) کانګرېس ته کلنۍ وینا کې وویل، که له طالبانو سره یې خبرو پرمختګ وکړ بیا افغانستان کې ځواکونه کمولی شي.

زلمی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زلمي خلیلزاد چې افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر و له څو میاشتې راهیسې د سولې خبرو لپاره ګومارل شوی دی.

تېر ډېسمبر کې امریکايي رسنیو وویل، سپینې ماڼۍ له دفاع وزارت غوښتي چې له افغانستان د ټولو یا پام وړ امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره شته غوراوي برابر کړي.

د تېرې جنورۍ لومړیو کې سپینې ماڼۍ ووویل، له افغانستان د نژدې ٧٠٠٠ امريکايي سرتېرو د اېستنې په اړه د ولسمشر ټرمپ له لارښوونې وروسته اوس پر دغه پلان کار پيل شوى.

که څه هم ارګ ویل چې د امریکايي ځواکونو وتل به پر امنیت ناوړه اغېز ونه کړي، مګر ځینې امریکايي پوځي چارواکو ویل، د پوځ وتلو سره یې افغانستان د طالبانو لاس ته ورځي.

د امريکا مشرانو جرگې هم د پرورۍ په لومړۍ نېټه افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د شمېر کمولو او له سوريې د امريکايي ځواکونو د اېستنې په تړاو د ولسمشر ټرمپ د تگلارې پر وړاندې خپل مخالفت څرگند کړ.

امريکايي سناتورانو يوې لايحې ته رايه ورکړه، چې له سوريې او افغانستان د ځواکونو د چټکې اېستنې په خلاف ولسمشر ټرمپ ته خبردارى ور کوي