تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغان بهرنیو چارو وزارت خپله اداره کې له اصلاحاتو ډډه کوي"
- Author, نصرت صمیمي
- دنده, بي بي سي، کابل
د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمیسیون وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکي په انګلیسي ژبه او یا یوه نړیواله ژبه د لازم مهارت نه درلودو له امله خپل کارونه په سمه نشي پر مخ بېولی.
په دولتي ګومارنو کې روڼوالی راوستل د حکومت له ژمنو و او دغه بهیر په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د اداري اصلاحاتو او مسلکي خدمتونو کمیسیون لخوا پرمخ وړل کېږي.
تراوسه بېلابېلې دولتي ادارې له دغې پروسې تېرې شوې او زرګونه دولتي کارکوونکي د ازاد رقابت له لارې ګومارل شوي دي.
خو د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمیسیون د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت تورنوي چې د اصلاحي پروګرامونو پلې کولو په برخه کې همکاري نه کوي.
د دغه کمیسیون ویاند عبدالفرید احمد وایي؛ د ولسمشر د حکم له مخې؛ د دغه وزارت له کارکوونکو د انګلیسي ژبې د مهارت ازموینې اخیستلو بهیر باید یوه میاشت وړاندې بشپړ شوی وی، خو لا پیل شوی نه دی.
د دغه کمیسیون د چارواکو په وینا ارزونې ښيي چې د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکي په انګلیسي ژبه او یا یوې نړیوالې ژبې کې د لازم مهارت نه درلودو له امله نشي کولی چې خپل کارونه سم مخته یوسي.
د دغې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په بهرنیو چارو وزارت کې ګومارنې د روابطو له مخې شوې دي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا تورونه "بې بنسټه ادعاوې " بللې دي او ټینګار کوي چې د ملي وحدت حکومت له پیله یې د کادري اصلاحاتو لپاره اړین ګامونه پورته کړي دي.
یاد وزارت په خپله اعلامیه کې د هغو ګامونو یو اوږد لېست خپور کړی چې د اصلاحاتو لپاره اخیستل شوي دي.
د ولسمشر خبرداری
د افغانستان ولسمشر شاوخوا نهه میاشتې وړاندې د اداري اصلاحاتو کمیسیون ته امر کړی و چې د ازاد رقابت له لارې د کارکوونکو ګومارنې لړۍ بهرنیو چارو وزارت ته هم وغځول شي.
ولسمشر اشرف غني یوه ورځ وړاندې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په دغه وزارت کې خپلوي پالنې او واسطو ته د پای ټکی ږدي.
"اوسمهال زموږ د ډېرو کډوالو شکایت له بهرنیو چارو وزارت نه دی. کله چې په یوې کونسلګرۍ کې د پاسپورت اخیستو یا ویزه اخیستو لپاره له یوه افغان نه رشوت غوښتل کېږي او یا ورسره له دې امله بد چلند کې چې زموږ په یوه یا بله ملي ژبه خبره کوي، دا د منلو نه ده ".
نوموړي دا هم وویل، چې د بهرنیو چارو وزارت ته یې د اصلاحاتو ضرب الاجل ورکړی:
تردې وروسته ټول کارکوونکي د یوه شفاف امتحان له لارې د سوداګریزو اتشو په څېر ټاکل کېږي. واسطه او خپلوي پالنه زموږ په بهرنیو چارو وزارت کې ځای نه لري. زه یې پای اعلانوم.
خو منقدین بیا د حکومت مشرتابه په توپیري چلند تورنوي او وایي چې د اداري اصلاحاتو پروګرام په ټولو دولتي ادارو کې یو ډول نه پلی کېږي.