تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نور استعفا: صلاح الدین رباني په بیړه له اروپا ستون شوی
د اسلامي جمعیت ګوند مشر او د بهرنیو چارو، چار سمبال وزیر صلاح الدین رباني په بیړه ني ډول له اروپا نه تر ستنېدو وروسته نن له اجراییه رییس عبدالله عبدالله او خپلو نورو ګوندي مشرانو سره د عطا محمد نور پر برخلیک خبرې درلودې.
د بلخ د والي په توګه د ښاغلی نور پرځای پرون ولسمشر غني بل څوک وګوماره او د ده استعفی یې چې ظاهراً څو میاشتې مخکې سپارل شوې وه، ومنله. خو ښاغلي نور د څوکۍ پرېښودل رد کړل او ویې ویل چې استعفی یې له ارګ سره د یوه تړون برخه وه او چې تړون ونه شو، استعفی هم نه شي کېدای.
خو ارګ وایي چې استعفی ورکړ شوې او ولسمشر هم منلې ده.
مزار شریف کې د بي بي سي خبریال امیر بریال خپل رپوټ کې کاږي، چې د جمعیت مشرتابه غړو کابل کې د رسمي دریځ څرګندولو لپاره غونډه کړې.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او اجراییه مشر عبدالله عبدالله تر منځ د شویو خبرو جزیاتو په تړاو څه نه دي ویل شوي.
پرون د ارګ له لوري د ښاغلي نور د استعفا له اعلان وروسته جمعیت ګوند دا 'یو اړخیزه او غیر اخلاقي ' پرېکړه وبلله.
د جمعیت اسلامي ګوند یو شمېر سرچینو په خبره سیاسي پرېکون، له کابینې د ښاغلي رباني استعفا او د داسې نورو فشارونو پر وړاندیزونو د دې لپاره غور کېږي، چې ښاغلی نور دې د والي په توګه پاتې شي.
ښاغلي نور په افغانستان کې له دېره نړیوالو ځواکونو غوښتي، چې بې پرې پاتې شي.
که څه هم د ناټو ځواکونو قومندان او افغانستان کې لوېدیځوالو دیپلوماتانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې ګواکې یو شمېر سفیرانو په ارګ کې له چارواکو او د جمعیت ګوند له یو شمېر مشرانو سره لیدنې کتنې کړې.