تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
' د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې شپږمې ورځې ته وغځېدې'
- Author, اسدالله لودین
- دنده, بي بي سي
طالبانو ته نژدي سرچينې وایي، د دوی او امریکایي استازو ترمنځ نن جمعه ۲۵ جنوري د پنځمې ورځې لپاره هم د قطر مرکز دوحې کې خبرو دوام درلود. دغه سرچینې وایي چې خبرې نن غرمه مهال ودرېدې او سبا شنبه به بېرته دوام کوي.
راپورونه وايي، غونډه کې تر دې مهاله د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي، له تور لیسته د طالبانو د مشرانو په وتلو، د بندیانو په تبادلې او یوشمېر نورو مسائلو خبرې شوي دي.
د طالب او امریکایي استازو دا غونډه د پخوانیو هغو پرتله اوږده ده، خو دا چې د دواړو لوریو رسمي سرچينې یې په اړه څه نه وایي، د غونډې د خبرو څرنګوالي کره څرک هم نه لګېږي. طالبانو ته نژدې سرچینو بي بي سي ته وویل، نن تر غرمې هم بحثونو دوام درلود او پاتې خبرې سبا شنبې ته وځنډیدې.
د سیاسي چارو کتوونکی وحید مژده چې د سولې هڅې هم له نژدې څاري وایي، د دوحې غونډه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د بحث وړ مسائلو په اړه ځینې پرمختګونه شوي خو لا وروستي نه دي.
ویل کېږي چې د قطر د غونډې بحثونه تر ډېره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پر مهالویش، د بندیانو پر تبادلې، اوربند او له امریکايي ځواکونو وروسته نورو ته له افغانستانه د خطر په نه ور پیښېدو ور ټول دي.
د طالبانو سرچینو د قطر غونډې د بحثونو په اړه ډېر څه نه دي ویلي، خو د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دوی د سیاسي د فتر د مشر او د دوی د تحریک د مرستیال په توګه د ملاعبدالغني برادر ټاکل کېدل به له امریکایي لوري سره روانې خبرې لا پياوړې کړي.
ښاغلی برادر د طالبانو د غورځنګ یو بنسټګر او د ملا محمدعمر مرستیال و.
طالبانو ویلي، دوی د سیاسي خبرو اترو د پیاوړتیا لپاره خپل یوشمېر لوړپوړي ملکي او پوځي مشران هم نوي ګومارلي او یا یې له یوې دندې بلې ته تبدیل کړي دي.
یوشمېر لویدیځو رسنیو هم په قطر کې د طالب او امریکایي چارواکو په شویو خبرو کې د پرمختګ خبره کړې ده.
د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو او لویدیځو د یپلوماتانو په حواله لیکلي، امریکایی او طالب لوريو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خبرو کې پرمختګ کړی.
دې سرچینو ویلي، طالبانو هم د دغې خبرې په ځواب کې امریکایانو ته ژمنه ورکړې چې افغانستان کې به د القاعده په څېر ترهګریزو شبکو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
افغان چارواکي چې په ظاهره له دې خبرو په څنډه کې پاتې دي، ټینګار کوي چې د سولې خبرو په بهیر کې ښکېل هېوادونه باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي.