"د جنايي ډلو نوملړ خپرولو سره کابل کې جرمونه کم شوي"

کابل

د عکس سرچینه، انځور د کورنیو چارو وزارت له فیسبوک پاڼې

د عکس تشریح، کورنیو چارو وزارت وایي، د همدې شمېر تورنو کسانو چې پخوا یې له دوی سره د جرم دوسیې ثبت شوي، د نیولو لړۍ پېل او د نژدې درې سوو نومونه یې هم خپاره شوي دي.

کابل ښار کې د جنایي ډلو پر وړاندې د کورنیو چارو وزارت له نویو ګامونو سره هم مهاله، د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون غوښتنه کوي چې د همدغو ډلو د لوړپوړو ملاتړو نومونه هم باید خپاره شي.

چارواکو له دې وړاندې منلې وه چې پولیسو کابل کې شاوخوا ۱۵۰۰ په جنایي جرمونو تورن کسان پیژندلي چې کابو شل لوړپوړي دولتي او نادولتي کسان یې ملاتړ کوي.

عام خلک هم د کورنیو چارو وزارت نوې هڅې ستایي، خو ټینګار کوي چې دا هڅې باید د جنایي بانډونو د اصلي سرچینو په وچولو ور ټولې وي.

کابل ښار کې شاوخوا پنځه میلیونه وګړي ژوند کوي، خو چارواکي وایي چې په جنایي جرمونو تورنو پنځلس سوه کسانو دغه ټول ښاریان په یوه ډول یرغمل کړي دي.

کورنیو چارو وزارت وایي، د همدې شمېر تورنو کسانو چې پخوا یې له دوی سره د جرم دوسیې ثبت شوي، د نیولو لړۍ پېل او د نژدې درې سوو نومونه یې هم خپاره شوي دي.

د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ادعا کوي چې له دې ګامونو سره یې ښار کې جنایي پيښې هم کمې شوي دي.

"د کورنیو چارو وزارت چې د تورنو او مجرمینو پروړاندې کوم ګامونه اخیستي، په ۲۴ ساعتونو کې موږ ۳۰ جرمي پېښې کابل کې درلودې، خو پخوا په ۲۴ ساعتونو کې پېښې شاوخوا ۲۵۰ وې. له شک پرته چې دغو اقداماتو په کابل کې ښه اغېز کړې."

وزارت دا ګامونه وروسته له هغه پورته کوي چې کابل ښار کې خلک له وړو او غټو غلاوو، وژنو او تښتونو تر پوزې رسیدلي دي.

کابل

د عکس سرچینه، انځور د کورنیو چارو وزارت له فیسبوک پاڼې

د عکس تشریح، د کورنیو چارو وزارت د جنایي تحقیقاتو پخواني مشر عبدالغفار سید زاده وايي په هغو لستونو کې چې کورنیو چارو وزارت خپاره کړي، شاوخوا دوه سوه داسې جنایي څېرې شته چې د سیمې په کچه پیښو کې لاس لري.

ډاکتر جاوید چې د کابل یوه روغتون کې دنده لري، د کابل ښار خېرخانې مینه کې وتښتول شو او څو ورځې یې په بند کې تېرې کړي.

دغه ډاکتر، په دې ګڼ میشتي ښار کې د سلګونه قربانیانو یوه بیلګه ده.

دی چې امنیتي ځواکونو ژغورلی، د بند کیسه کوي:

۲۰۰ جنايي څېرې

"ماته یې کمین نیولی و. مانه یې پنځه لکه ډالر غوښتي و. مخکې تر دې چې دوی خپل هدف ته ورسیږي، د الله تعالی په رحم زه خپل کور ته ورسېدم. ددوی له بنده زه خوشې شوم. که نه تر خوشې کېدو یوه شپه مخکې یې هرڅه برابر کړي و. غوښتل یې زما ګوته او غوږ پرې کړي چې زما کورنۍ ته یې ولیږي. راته یې ویلي و چې که په دې مو پیسې ترلاسه نه کړې، ستا پزه هم پرې کوو او وژنو دې بیا دې مړی ستاسې کور څنګ ته اچوو."

د کورنیو چارو وزارت د جنایي تحقیقاتو پخواني مشر عبدالغفار سید زاده بي بي سي ته ویلي، په هغو لستونو کې چې کورنیو چارو وزارت خپاره کړي، شاوخوا دوه سوه داسې جنایي څېرې شته چې د سیمې په کچه پیښو کې لاس لري.

"دوی کوچني نه دي، زنځیري مجرمان دي. دوی سیار دي. سل ځایه اړیکې لري، پیسې لري او امکانات لري. دا ډېر خطرناک مجرمین دي. "

همدا اندیښنې اوس په ولسي جرګه کې هم راپورته شوي. د دغې جرګې غړي په دې باور دي، که د جنایي ډلو لوړپوړي ملاتړي افشا او ونه نیول شي، روانه مبارزه به د پام وړ پایله ونه لري.