"له طالبانو سره خبرو کې د امریکا ژمنې او غوښتنې"

خلیلزاد او ستانکزی

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستانۍ ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼه په یو مطلب کې د چارواکو له قوله لیکي له طالبانو سره د سولې خبرو کې امریکا په افغانستان کې د دایمي پوځي اډې غواړي.

ورځپاڼه لیکي واشنګټن دا غوښتنه هم کړې چې د افغانستان خاوره به د لویدیځ پرخلاف د بریدونو د پلانولو په خاطر نه کارول کېږي او په ځواب کې به یې امریکا له خپلو نورو متحدانو سره په ګډه له افغانستان سره مالي او د بیارغونې په چارو کې مرسته کوي.

ورځپانه لیکي که څه هم طالبانو په وار وار له افغانستان د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو غوښتنه کړې خو د سولې په وروستیو خبرو- کې چې په عربي اماراتو کې وشوې- طالبانو د امریکا د غوښتنو پر وړاندې نرمښت وښود.

ورځپاڼه لیکي امریکا په دې خاطر د سولې په خبرو کې عربي هېوادونه ښکیل کړي چې پر طالبانو فشار راوړي چې د امریکا غوښتنې ومني.

ایکسپرېس ټریبیون لیکي که هڅه هم پاکستان په افغانستان کې د امریکا له دایمي حضور سره چندان مخالفت نه لري خو بې شکه چې روسیه، ایران او چین به ور سره مخالفت وکړي ځکه ویره لري چې امریکا ښايي د افغانستان له خاورې په سیمه کې د خپلو ستراتیژیکو موخو په خاطر کار واخلي.

همدا ورځپاڼه په یو بل مطلب کې لیکي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې د هڅو په لړ کې نن په پنځه ورځني سفر پاکستان ته ځي او دغلته به د حکومت او پوځ له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

د افغان-امریکا جګړې دو حقیقتونه

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان فکر کوي چې امریکا به تر ډېره د افغان جګړې لګښت پرې نه کړي او شاتګ به وکړي.

د بهرنیو اړیکو شورا په نون څیړنیزې ادارې په خپله نشریې کې د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې لیکلي افغانستان کې له ۱۷ کلنې جګړې وروسته باید دوه حقیقتونه ومنل شي:

"لومړی دا چې د جګړې ښکیلې غاړې د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدی او بله دا چې د سولې خبرې هم ښايي کومه مثبته پایله ونه لري ځکه چې په تېرو کلونو کې هم د سولې خبرې شوې خو مثبته پایله یې نه ده لرلې".

نشریه لیکي هغه څه چې اوس د سولې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کمزوروي دا دي چې طالبان ډېره اړتیا نه ویني چې جوړجاړی وکړي او فکر کوي چې د وخت له تېریدو سره به امریکا پر داسې جګړې چې ګټلی یې نه شي د کال ۴۵ ملیارده ډالر ونه لګوي.

د خپرونې په باور، د طالبانو دا فکر ښايي سم هم وي ځکه امریکا په وروستیو کې افغانستان کې د خپلو پوځیانو د نیمايي کولو وویل:

"هغسې چې ولسمشر ټرمپ له سوریې د خپلو پوځیانو د ایستلو وویل دا به هیښوونکې نه وي چې له افغانستان هم د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړي".

هرڅوک د افغان سولې هڅه کې

پاکستانۍ دې نیوز ورځپاڼې د افغانستان په اړه د ځینو خبریالانو تبصرې را اخیستي او لیکي مشهورې خبریالې پامیلا کانسټیبل واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په یوه مطلب کې لیکلي چې هر څوک د افغان سولې لپاره هڅه کوي.

د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی په سیمه کې کرځي، روسیه هم غواړي یو څه وکړي او په دې لړ کې یې یوه غونډه جوړه کړې وه، پاکستان د مرستې کولو وايي، ولسمشر غني هیله من دی چې د داسې څوک په توګه د اپریل په میاشت کې بیا غوره شي چې ۱۷ کلنه جګړه یې پاته رسولې وي، خو له دې هرڅه سره سره طالبان بیړه نه کوي.

ورځپاڼې د بل خبریال مکس بوټ تبصره هم رااخیستې چې وايي د افغان حکومت د سقوط په لار کې یوازینی خنډ په دغه هېواد کې د ۱۴ زرو امریکايي پوځیانو حضور دی نو په دغسې حالت کې به ولې طالبان د سولې خبرې کوي؟