افغان ټاکنې: د کابل ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوږده ځنډ وروسته، نن (دوشنبه) د کابل حوزې د پارلماني ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړې. د لومړنیو پایلو له مخې، په بریالیو کاندیدانو کې ترډېره نوې څېرې لیدل کېږي.

کابل چې په افغانستان کې ترټولو ډېر نفوس لرونکی ولایت دی، په ولسي جرګه کې ۳۳ څوکۍ لري چې لس یې ښځو ته ځانګړې شوي.

د ابتدایي پایلو تر اعلانېدو وړاندې، د پراخو درغلیو له امله کابل کې د لسګونو مرکزونو رایې له سره وشمېرل شوې. خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي؛ لا هم دغه بیا شمېرنه د دوی د قناعت وړ نه دی ګرځېدلی.

کابل کې له اتو سوو ډېرو کاندیدانو د ولسي جرګې څوکۍ ترلاسه کولو لپاره سره سیالي وکړه.

د ټاکنو کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد تخنیکي ستونزې او د دغې ادارې په کار کې لاسوهنه د کابل پارلماني ټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ لاملونه یاد کړل.

د ابتدایي پایلو له مخې، نوي څېرې توانېدلي پارلمان ته لاره ومومي او ترډېره پانګوال او ځوانان د نوملړ په سر کې دي.

د کوچیانو له دوو حوزو چې ځانګړې څوکۍ لري ټولټال ۱۰ څوکۍ دي چې اووه یې د نارینه و او درې يې د ښځینه و لپاره دي.

ښاغلي صیاد وویل دا لومړنۍ پایلې دي او له نوماندانو یې وغوښتل چې که شکایت لري تر ۴۸ ساعتونو دې یې ثبت کړي.

همدارنګه ښاغلي صیاد زیاته کړه چې کېدای شي د دې اوونۍ ترپایه او یا هم د بلې اوونۍ په پیل کې د نهو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شي.

کابل چې د افغانستان ترټولو ګڼ میشتی ولایت دی، په پارلمان کې ۳۳ څوکۍ لري چې نهه یې ښځو ته ځانګړي شوي. د کابل پارلماني ټاکنې چې د نورو ولایتونو په پرخلاف دویمې ورځې ته وغځېدې، له جدي تخنیکي ستونزو او مدیریتي نیمګړتیاوو سره ترسره شوې.

ټاکنې

د عکس سرچینه، Social Media

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پراخو درغلیو، سرغړونو او ټاکنیزو جرمونو له امله یو ځل د کابل ټولې رایې باطلې اعلان کړې، خو وروسته یې په مشروط ډول پر خپلې پرېکړې د بیا کتنې ژمنه وکړه.

ددغه کمیسیون ویاند علي رضا روحاني بي بي سي ته وویل؛ د ټاکنو کمیسیون هغسې چې ژمنه کړې وه د رایو بیا شمېرنې لپاره لازم اسناد ددوی په واک کې ورنه کړل.

د ټاکنو د مهالویش له مخې باید د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې باید پنځوس ورځې وړاندې اعلان شوې وای.

خو په وار وار د مهالویش ماتول د ټاکنو د کورنیو او نړیوالو څارونکو ادارو او آن د حکومتي مشرانو له توندو نیوکو سره مل و.

پرون د ولسمشر دویم مرستیال د ټاکنو کمیسیون پر قانون ماتونې تورن کړ او نن د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله په پېغور سره وویل که د افغانستان نفوس د چین برابر وای نو د ټاکنو پایلې به د قیامت په ورځ اعلانېدې.