تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیه وايي، افغان ټاکنې د امریکا د 'فشار' له کبله ځنډول شوې
کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو د روسیې بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د امریکايي 'فشار ' له کبله ځنډول شوې دي.
د امریکا سفارت دغه ځنډ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسییون پرېکړه بولي. پرون 'پنجشنبه ' د روسیې بهرنیو چارو وزارت په تونده لهجه د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو پر ځنډ نیوکه وکړه د وزارت په وینا:
''ټاکنې د امریکا د فشار له کبله ځنډېدلي ځکه چې افغانستان کې د خپلې خوښې سیناریو لپاره وخت ته اړتیا لري. ''
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون لس ورځې مخکې اعلان وکړ، چې د (اصلاحاتو او ګټورتیا) لپاره یې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې درې میاشتې ځنډولې دي.
د مخکیني پلان له مخې به د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي کال د وري میاشتې پر ۳۱ کېدې، خو د نوي تقسیم الاوقات له مخې به اوس دغه ټاکنې د راتلونکي کال د چنګاښ میاشتې پر ۲۹ کېږي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي:
''سره له دې چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټینګار ویل چې ټاکنې به پر ټاکلي مهال کېږي، خو بیا وروستۍ پرېکړه دا شوه، چې وځنډیږي. هر څه ښيي چې دا پرېکړه د امریکا د فشار له کبله ده چې غواړي ټاکنې یې د خوښې وړ وي او د دغه هېواد د سولې بهیر سیناریو هم له خپلې خوښې سره سم ډیزاین یا طرح کړي. ''
د امریکا متحدو ایالتونو سفارت د روسیې په ځواب کې نن وویل:
''د افغان ولسمشریزو ټاکنو ځنډولو پرېکړه د افغانستان ټاکنو کمیسون د دې لپاره کړې چې تېرو ټاکنو کې رامنځته شوې نیمګړتیاوې او فني ستونزې له منځ یوسي. ''
په اعلامیه کې ویل شوي:
''د ډېرو افغانانو او نړیوالې ټولنې په څېر امریکا هم په ټاکنو کې جدي اصلاحات مهم بولي. ''
د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر د مرغومي میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شوې او د دغې میاشتې تر پایه به روانه وي.