تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان ولسمشرۍ ټاکنې ۳ میاشتې وځنډېدې
بي بي سي ته په ټاکنو کمېسون کې یوې سرچینې تایید کړې چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې له خپلې پخوانۍ ټاکلې نیټې د دریو میاشتو لپاره وځنډېدې.
سرچینه وايي، ټاکنې به د راتلونکي لمریز کال سرطان یا چنګاښ یا د ۲۰۱۹ کال جون کې ترسره شي.
وړاندې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون اعلان کړی و چې ولسمشرۍ ټاکنې به د وري په ۲۱ یا د اپرېل پر ۲۰ ترسره شي.
سرچینه وايي، د ټاکنو ورځې تاریخ به وروسته اعلان شي.
دې سرچینې له نومپرته کابل کې د بي بي سي خبریال خلیل نوري ته ویلي، د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو د نوم ثبتونې ورو بهیر د دې ټاکنو د ځنډېدو یو لامل دی.
"تر اوسه ۵۰ کسانو معلوماتي مواد ترلاسه کړي، خو هېڅ یو یې نه دی توانیدلی چې شرایط پوره کړي. یانې د دوی مرستیالان نه دي معلوم شوي او د ضمانت په توګه یې یو میلیون افغانۍ هم بانک ته نه دي ور کړې"
سرچینه زیاتوي، ناسمې هوا هم د ټاکنو کمېسون تخنیکي ټیم ته کار سخت کړی، نو ځکه د نوموړي په خبره په را راون پسرلي کې ټاکنې شونې نه دي.
کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر لومړي سفر وروسته داسې ګنګوسې وې چې له طالبانو سره د سولې لپاره ټاکنې ځنډېږي او ممکن لنډمهالی حکومت جوړ شي.
خو وروسته ارګ او زلمي خلیلزاد دا خبرې رد کړې او افغان چارواکو ویل چې ټاکنې په خپل وخت کېږي.
څه موده وړادې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون د ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل ۳۱مه یا د اپرېل ۲۰ د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه اعلان کړه.
خو اوسنۍ پرېکړې سره ښايي په غزني کې د د ولسي جرګې ځنډېدلې ټاکنې او په ټول افغانستان کې د ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هم وځنډیږي.
وړاندې د کندهار د خلکو په غوښتنه په دغه ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اونۍ لپاره وځنډېدې.
دا پریکړه په کندهار کې د دغه ولایت د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د امنیت مشر تر وژل کېدو وروسته وشوه.
خو یوه اونۍ وروسته بیا هلته ټاکنې وشوې.