تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له افغانستان د امريکايي پوځ د وتلو پر پلان کار پیل شو
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي لندن
له افغانستان د نژدې ٧٠٠٠ امريکايي سرتېرو د اېستنې په اړه د ولسمشر ټرمپ له لارښوونې وروسته اوس پر دغه پلان کار پيل شوى.
خو د سيپنې ماڼۍ دوو لوړ پوړو چارواکو له نوم پرته ويلي له افغانستان د وتونکو ځواکونو شمېر به ښايي له اووه زرو خورا ډېر کم وي.
د ملکي او پوځي برخې ټول ټال شپږو چارواکو واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ته د دغه پلان په اړه- چې اوس يې پر مسوده کار روان دى- مالومات ورکړي، خو د دغې موضوع د حساسيت له امله يې خپل نومونه نه دي ښودلي.
پوځي سلاکارانو ولسمشر ټرمپ قانع کړى چې له افغانستان د ځواکونو سوکه، او په کم شمېر کې اېستل اوسمهال تر ټولو ښه لار ده، خو چارواکو دا خبردارى هم ورکړى چې وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې او ولسمشر هره شېبه د ټولو ځواکونو د اېستلو حکم کولی شي.
هغو چارواکو چې د دغه پلان په تړاو څرگندونې کړې له افغانستان د وتونکو ځواکونو د شمېر له اټکولو يې ډډه کړې ځکه د دوى په وينا دا شمېر بدلېدى شي، خو ښايي د هغه شمېر نيمايي وي چې ولسمشر ټرمپ يې په لومړي سر کې د اېستنې غوښتنه کړې وه.
افغانستان کې اوسمهال ١٤٠٠٠ امريکايي سرتېري مېشت دي او ولسمشر ټرمپ ويلي و چې دا شمېر به شاو خوا ٧٠٠٠ ته ټيټ کړي.
افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر تېره مياشت رسنيو سره په خبرو کې ويلي و چې افغانستان کې د ځواکونو د شمېر کمېدا په تړاو يې کومه رسمي لارښوونه نه ده تر لاسه کړې او ان که يو شمېر ځواکونه له افغانستان وځي هم دغه هېواد ته به د دوى ژمنتيا پر ځاى وي.
بل لوري ته د پنټگان وياند څه موده وړاندې ويلي و چې ولسمشر ټرمپ له افغانستان د ځواکونو د اېستلو په تړاو کومه رسمي غوښتنه نه ده کړې او په دې تړاو پر کوم پلان هم کار نه دى روان.
له افغانستان د امريکايي ځواکونو د اېستنې په تړاو دا نوي رپوټونه په داسې مهال دي چې له طالبانو سره د افغان سولې لپاره د امريکا د ځانگړي استازي زلمي خليلزاد څو مخامخ ناستې شوې چې وروستۍ هغه يې په ابوظبۍ کې وه او ويل کېږي چې د خبرو اترو يوه موضوع له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتل و.