تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان وایي له افغان حکومت سره هېڅ ډول خبرې نه کوي
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
د افغان طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ویلي، په متحده عربي اماراتو کې روانې خبرې د دوی او امریکایي پلاوي ترمنځ دي، او دوی د افغان حکومت له پلاوي سره د سولې په اړه د هېڅ ډول خبرو پلان نه لري.
د طالبانو د قطر استازي او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړزی استازی زلمی خلیلزاد له دوشنبې راهیسې اماراتو کې خبرې لري.
د طالبانو اعلامیه کې راغلي، په تېرو دوه ورځو کې پر بېلابېلو موضوعاتو یې له امریکایي پلاوي سره خبرې کړې دي.
اعلامیه زیاتوي چې په دې خبرو کې پر افغانستان د امریکا پوځي قبضه او افغانستان کې د امریکایي پوځیانو موضوع هم یاده شوې، او دا مسایل افغان حکومت پورې هېڅ اړه نه لري.
خو تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر خپل ټوېټر پاڼه خپاره کړي پيغام کې ليکلي، چې له څلور اړخيز او يو لړ دوه اړخيزو برياليو کتنو وروسته کابل ته په تللی.
نوموړی زیاتوي چې د سلام رحيمي په مشرۍ مرکچي پلاوى به اماراتو کې وي چې دافغانانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمينې برابرولو په لړ کې د منځگړو له لارې خبرو کې ښکېل شي. ښاغلي محب لیکلي:
"موږ له زلمي خليلزاد سره وکتل. مرکچي پلاوى به له سعودي او د عربي اماراتو له پلاويو سره وگوري. سوله راتلونکې ده."
طالبان څه وايي؟
خو د طالبانو بیا بیا ټینګار کړی چې له افغان پلاوي سره د خبرو هېڅ پلان نه لري.
طالبان وایي، د دوی استازو په یوه ځانګړې غونډه کې د سعودي، پاکستان او متحده عربي اماراتو له لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته او غونډې کړې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي، چې دې ډلې د یادو هیوادونو د استازو په ګډون د ورځې په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له استازي زلمي خلیلزاد سره هم ابتدایي خبرې درلودې او نن به بیا هم دا لړۍ روانه وي.
د ملګرو ملتونو او امریکايي چارواکو هڅې
خو د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي تداميچي ياماموتو هيله څرگنده کړې چې رامنځته شوې فضا به مخالفې غاړې سره نژدې کړي چې يوه سوله ييز حل ته د رسېدو څرنگوالى و ارزوي.
ښاغلي ياماماتو چې امنيت شورا ته يې وينا کوله وويل په دې لړ کې بل کليدي گام به د افغان حکومت او طالب استازو کتنه او يا لږ تر لږه رسما" د هغه څه پيل وي چې د ده په وينا د پخلاينې په بهير کې د خبرو لپاره خبرې بلل کېږي.
د ځينو سرچينو په وينا ابوظبۍ کې روانې خبرې ښايي درې ورځې دوام وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، استازو يې متحده عربي اماراتو کې د طالبانو له استازو سره په افغانستان کې د سولې پر بهير خبرې کړې دي.
امريکايي چارواکو ابوظبۍ کې له طالب استازو سره روانو خبرو ته په اشاره ويلي چې د افغانانو خپلمنځي مخامخ خبرو ته د زمينې برابرولو د هڅو يوه برخه ده.
پر بندیانو خبرې
په تېرو شاوخوا درې میاشتو کې په قطر کې د امریکایي ډیپلوماټانو او طالب استازو ترمنځ دوه ځله رسمي غونډې شوې دې.
د ځینو راپورنونو له مخې په دې غونډو کې د زندانیانو پر راکړې ورکړې، اوربند او په ټول کې له سیاسي بهیر سره د طالبانو پر یو ځای کېدو خبرې شوې دي
د طالبانو کره سرچینو هم په دې وروستیو کې بي بي سي ته ويلي چې د دوى مرکچي پلاوی او امریکايي چارواکي د افغان حکومت له زندانونو د زرګونو طالب بندیانو پر خوشي کولو هوکړې ته نږدې شوي دي.
د امريکا متحدو ايالتونو وروستيو کې د افغان جگړې د پاى ته رسولو لپاره خپلې هڅې گړندۍ کړې دي او د افغان سولې لپاره د امريکا استازي زلمي خليل زاد هيله ښوولې چې طالبان به وهڅول شي چې په يوه موقع کې مخامخ له افغان دولت سره خبرې وکړي .