افغاني غالۍ ولې خریدار نه لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
تېر یو کال د افغانستان په شمال کې د غالۍ اوبدلو نژدې سل کارخونې له سقوط سره مخ شوې.
په شمال کې دغالیو د تولید او صادراتو بنسټ واېي دغو کارخونو د نړیوال بازار له غوښتنو سره سم تولید ندی کړی.
ناامني او د بهرنیو فرشونو بې درېغه واردات هغه دلایل دي چې په کور دننه يې د غالیو د تولید چارې سړې کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، د وطني غالیو د ملاتړ په موخه ېې په بهرنیو وارداتي فرشونو مالیه لوړه کړې او په دې برخه کې د قراردادونو د جذب هڅه هم کوي.
په مزار شریف کې دغالیو په يوه وړه کارخونه کې ۳۰ غالۍ اوبدونکو کار کاوه، خو اوس ېې شمېر لسو ته راټيټ شوی او د هرې ورځې عاید ېې هم له څلورو ډالرو دوو ته رالوېدلی.
د غالیو تارونه په کارخونو کې د ورځې په زرګونو ځلې، د څو پیغلو پرګوتو اوړي را اوړي.

د لسم ټولګي زدکوونکې فیروزه واېي د پلار د کارخونې له څپڅپانده کېدو وروسته اوس د ښوونځي ترڅنګ غالۍ هم اوبي.
"زه او ملګرې مې یوه شپږ متره غالۍ ښاېي په پنځو میاشتو کې واوبو. ځکه هم مکتب وایم او هم کار کوم نو دواړه سخت دي"
پانګوال واېي، سره له دې چې د دغه لاسي صنعت په هره برخه کې پانګونه کېږي، خو دولت ېې صادراتو ته پوره پام نه کوي.
دوی واېي د وطني غالیو کورنی بازار تر ډېره وارداتي فرشونو او غالیو خراب کړی.
د غالیو کاروباریان واېي، اوس ټولې هغه چارې دلته مخته وړي چې پخوا به په ځانکړې توګه پاکستان کې ترسره کېدې.

د عکس سرچینه، BBC Sport
پلورونکي بیا واېي سره له دې چې د شمالي ولایتونو غالۍ نوم لري، خو یو شمېر پېرودونکي کیفیت ته نه، بيې ته يې ګوري.
پیرودونکي د دې چارې لامل کمزوری اقتصادي وضعیت بولي.
په شمال کې د غالیو د تولیدونکو بنسټ واېي په تیر یوه کال کې يې تولید شل سلنه کم شوی.
د شمال د غالیو اتحادیې ریس عبدالستار بیګزاد وايي: "زموږ فعالیت اوس دتیرو پنځو کلونو په څیر ندی په بلخ ولایت کې شاوخوا سل کارخاني له کاره لویدلی دي"
هغه زياتوي: "په ځانکړې توګه کورني بازار ته له ایران، ترکیې او ازبکستان څخه وارداتي ګازي قالینو ډېر زیان اړولی"
تر دې وړاندې د افغانستان په شمال کې هرکال یو میلیون او پنځه سوه زره متره مربع غالۍ تولیدېدې، خو اوس دولت واېي د وطني غالیو د ودې په موخه ېې په بهرنیو فرشونو مالیه لوړه کړې.









