ترکمن غالۍ
د منځنۍ اسيا هېوادونو يو تر ټولو مهم توليد غالۍ دي. لکه څومره چې د افغانستان يو شمېر وګړو کورنيو عايداتو او هم د دغه هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري، د ګاونډي ترکمنستان په اقتصادي ځواکمنتیا کې يې هم پراخه ونډه لرلې ده. دغالیو اوبدلو صنعت په ترکمنستان کې هم د نورو په څېر تر ډېره ښځې پرمخ وړي او آن نښې یې د دغه هېواد په ملي بیرغ کې هم کارول شوې دي.
خوشحال تایب ترکمن غالیو ته لنډه کتنه کړې.