" افغان جګړې ته د امریکا د ولسمشر صبر په ختمېدو دی"

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي په داسې حال کې چې امریکا د سولې لپاره ښکیلې خواوې هڅوي په افغانستان کې د ټاکنو د پایلو ناندریو زور اخستی.

دا ناندرۍ د کابل د ټولو رایو د باطلولو پر سر رامنځته شوې چې څه باندې یو میلیون ته رسیږي او دې چارې د ورځپاڼې په وینا هېواد یوه بل سیاسي کړکیچ لور ته روان کړی دی.

دا ورځپاڼه لیکي یوازې سیاسي بې ثباتۍ له طالبانو سره د افغان دولت سخته جګړه له خنډونو سره نه ده مخامخ کړې بلکې له طالبانو سره یې د سولې د یوه دریځ رامنځته کولو په وړاندې هم د حکومت لاسونه تړلي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، یو لور ته دا ډول ستونزې او بل لور ته امریکا په بیړه ده چې یو جوړ جاړی وشي ځکه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغان جګړې په اړه- چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه- صبر بایللی دی.

له خبرو سره هممهاله ولې هوايي بریدونه ډېر شو؟

وال سټریټ ژورنال په چمتال کې د امریکايي ځواکونو د هوايي عملیاتو په اړه تفصیلي راپور کړی او لیکي چې هوايي بریدونه زیات شوي او په دې سره هڅه کیږي پر طالبانو په پوځي ډګر کې فشار زیات شي او له دې فشار د سولې او روغې جوړې په برخه کې لاسته راوړنو ته لار هواره شي.

کرسچین ساینس مونیټور اونیزې له طالبانو سره د روغې جوړې او په دې روغه جوړه کې د ښځو د حقونو خوندیتوب په اړه خپله سرمقاله کې لیکلې ده.

دا رسنۍ وايي، داسې ښکاري چې د سولې په برخه کې وروستیو پرمختګونو ته په کتو طالبان په دې پوهېدلي چې نور څوک د ښځو په اړه د پخوانیو نظرونو منلو ته چمتو نه دي.

دا خپرونه په وروستیو کې د ښځو په برخه کې پرمختګونو ته اشاره کوي او زیاتوي چې اوس د افغان دودپالې ټولنې نظر د ښځو په اړه بدل شوی:

"یوازې په تېرو دوو کلونو کې د هغو کسانو شمیر نیمايي ته راټیټ شوی چې په بدو کې د نجونو په ورکولو موافق دي، شاوخوا اولس سوه تنه میرمنې په خبري رسنیو کې کار کوي، د ریکارډ تر کچې نجونې پوهنتونونو ته ځي او داسې نور".

نو کرسچین ساینس مونیټور وايي طالبان له دې ورو خو پاییدلي پرمختګ په وړاندې نه شي دریدلی او ښايي د خبرو پرمیز به ډیرې خبرې وړاندې شي خو داسې نه شي کیدی چې د ښځو په اړه د طالبانو هغه پخواني دریځ ته څوک غاړه کيږدي.

ورځپاڼه وايي، که طالبان د یوه ګډ حکومت برخه هم کیږي نو ښځو ته به په نوي نظر ګوري لکه هغسې چې د طالبانو استازو په مسکو کې له خبریالو(ښځینه خبریالانو) سره مرکې وکړې.

پښتون ژغورنې غورځنګ ته خبرداری

ډیلې میل ورځپاڼه د پاکستان د پوځ له خوا پښتون ژغورنې غورځنګ ته د ګوت څنډنې په تړاو لیکي، دغه غورځنګ له پيله د پاکستان پرپوځ تور لګاوه چې په پخوانیو قبایلي سیمو کې پښتانه په نښه کوي.

ورځپانه لیکي د پاکستان پوځ لا هم په دغو سیمو کې پراخ حضور لري او پښتون ژغورنې غورځنګ لا هم په خپله دې خبره ټینګ ولاړ دی چې په پاکستان کې له پښتنو سره زور زیاتی کیږي او له دې ډلې په هدفي وژنو او د مړي او ژوندي لادرکه کېدو په پیښو کې د زرګونه کسانو برخلیک هیڅ نه دی معلوم.