افغان ټاکنې: د پینځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پنځو نورو ولایتونو د پارلماني ټاکنو ابتدایي پایلې اعلان کړې. هغه ولایتونه و چې تېره شپه یې ګټونکي کاندیدان اعلان شول.

د ټاکنو کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد د زابل، لغمان، پنجشیر، نیمروز او کاپیسا د ګټونکو کاندیدانو نومونه اعلان کړل او ویې ویل چې که څوک شکایت لري کولی شي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته ورشي:

ښاغلی صیاد وايي، دا ابتدایي پایلې دي که کومه نیمګړتیا ولري بېرته تصحیح کېږي. څوک چې شکایت لري کولی شي د شکایتونو په کمیسیون کې خپل شکایتونه ثبت کړي.

ښاغلي صیاد وویل؛ په پنجشیر کې د څلورو محلونو او په لغمان کې د شپږو محلونو رایې بې اعتباره بېژندل شوي دي.

هغه همداراز وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دوه کارکوونکي د ځینو کاندیدانو په ګټه د درغلۍ په تور نیول شوي دي.

د ټاکنو کمیسیون د تېرې شپې له اعلان سره د هغو ولایتونو شمېر لسو ته ورسېده چې د پارلماني ټاکنو ابتدایي پایلې یې څرګندې شوي.

دغه کمیسیون تېره جمعه د پنځو ولایتونو دایکندی، فراه، ارزګان، جوزجان او بامیان ابتدایي پایلې اعلان کړې وې.