تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل برید د انځور په ژبه
تېره ورخ په کابل کې د علماو په یوه غونډه برید وشو. دا یو ځانمرګی برید و چې تر اوسه یې مسوولیت هیچا پر غاړه نه دی اخیستی. په دغه برید که لسګونه کسان مړه او نږدې سل کسان ټپیان شوي دي. په افغانستان کې نن ورځ ملي ماتم اعلان شوی و.
په پلازمېنه کابل کې د علماوو غونډه د اورانوس تالار کې کېدله چې د نبوي میلاد په ویاړ جوړه شوې وه، په دې غونډه کې د زرو په شاوخوا کسانو ګډون کړی و.
پولیس وایي ځانمرګی برید کوونکی تالار ته ننوت او چاودېدونکي توکي یې د خلکو منځ کې وچول.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې لږ تر لږه ۵۵ کسان وژل شوي او ۹۴ نور ټپیان دي.
له برید یوه ورځ وروسته هم تالار په وینو لړلی او د مړیو او ټپیانو پاتې شوني لیدل کېږي.
دغه برید د کابل د محفلونو او غونډو په یوه تالار شوی چې د کابل هوایي ډګر پر سړک دی.
په افغانستان کې ډېری مهال لویې غونډې د ودونو په دغه ډول تالارونو کې کېږي.
له پېښې وروسته د امنیت په اړه کلکې نیوکې او پوښتنې راولاړې شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دې اړه به څېړنې وکړي.
مولوي صلاح الدین هاشمي چې د برید پر مهال په تالار کې و وایي د برید ډېری قربانیان علما او د قران حافظان وو.
له برید وروسته افغان دولت یوه ورځ ملي ماتم اعلان کړ.
تصویرونه: نصیر بهزاد - بي بي سي