تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانه پولیسه: څوک کرايي کور نه راکوي
- Author, زلمی اشنا
- دنده, بي بي سي
له امنیتي ګواښونو او کورنیو ننګونو سره سره لا هم ښځې په کندوز ولایت کې د پولیسو په لیکو کې کار کولو ته لیوالتیا لري.
هغه ولایت چې په تیرو دریو کلونو کې یې دوه ځله مرکز طالبانو ونیو او اوس هم ورته ډیر نیږدې دي.
خو د ښځو شمېر په امنیتي برخه کې په تیره یوه نیمه لسیزه کې څو برابره ډیر شوی دی.
په کندوز کې د ښځو لپاره د پولیسو په توګه کار سخت دی، خو ښځې د پولیسو په لیکو کې کار کول، له ناخوالو سره د مبارزې یوه لار بولي.
د دغو ښځینه پولیسو له ډلې یوه هم جمیله رسولي ده.
د اتو بچیانو دغه مور د هېواد په شمال ختیځ کې د ۱۹۹ اطلاعاتي مرکز مشره ده، داسې ځای چې هره ورځ امنیتي او جینايي پېښې پکې کېږي.
جمیلې دغه مقام ته تر رسېدو، ډېرې لوړې ژورې شاته پرېښي.
جمیله او ۹ کسیزه ډله یې، هره ورځ له جینایي جرمونو نیولې تر امنیتي ګواښونو لږ تر لږه ۲۰ ټیلفوني اړیکې اوري.
د کار په لومړیو شپو کې چې زه ورسره وم، د خلکو له لوري دوه اړیکې او دوه بېړنۍ موضوع ګانې مې ولیدلې. یوه یې د ښار دننه د ماین لیدلو په اړه اطلاع ورکوي او بل کس د مېرمنې د ورکېدو په اړه له ۱۱۹ څخه د مرستې غوښتنه کوي.
جمیله وایي:
"ډېر کسان اړیکې ټینګوي، له تخار، بدخشان، بغلان او له کندوزه، وروسته بیا زه د اړوندو ولایتونو قوماندانو سره اړیګه ټینګوم او لارښوونه ورته کوم."
۱۶ کاله وړاندې کله چې جمیله پولیسه شوه، د هغې په ګډون یوازې ۵ ښځینه پولیسان، په کندوز کې فعالیت کاوه، خو اوسمهال یې شمیر ۷۳ ته رسیدلی.
امنیتي ستونزې او جنايي جرمونه ډېر شوي، څارمنه جمیله او نورې ښځینه پولیسې اړې دي چې په ټولو هغه ماموریتونو کې چې ښځو ته اړتیا وي، لاړې شي د ښار په یوه څنډه کې د عملیاتي ټولۍ سرتېرې شکيلا، په ګاډو کې هغه سپرلې ښځې پلټې چې ډېرې یې له نا کرارو سیمو ښار ته را روانې دي.
شکیلا د مجرمینو لټه، او ښار ته د چاودېدونکو توکو د را لېږدولو مخنیوی کوي. څارمنې جمیلې سره یې د دندې توپیر دا دی چې شکیلا ډېر وخت اوپراتیفي چارې تر سره کوي.
شکیلا وایي: "نا امنو سیمو ته یې بیولي یو، کمین ته برابر شوي یو، دهشکه، کلاشینکوف مې زده دي، تومانچه ډزولی شم کله چې له عملیاتو را وتلي یم ، خوشاله شوې یم، او هوايي ډزې مې ورته کړې دي. "
له هغې مې پوښتنه وکړه چې ولې یې داسې ستونزمنه دنده ټاکلې، ځواب یې داسې راکړ:
"د خیاطۍ عاید مې هغومره نه و چې د کور مصارف یې را پوره کړې وای، اوس چې پولیسه یم، د ژوند چارې مې ښې دي، خو ستونزې شته، خلک وايي چې د پلاني لور او یا هم د پلاني ښځه پولیسه ده، ناسمې کیسې را پسې جوړوي، خو زه مبارزه کوم، ځکه پولیسۍ سره مې علاقه ډېره ده."
پنځه کاله مخکې کله چې شکیلا د پولیسو درېشۍ واغوسته او د کندوز د لومړۍ حوزې سرتېرې شوه، په یوه بشپړ نارینه چاپیریال کې یې هیڅ ښځینه همکاره نه درلوده.
اوس یې په کاري حوزه کې ښځې ډېرې شوې دي. وايي نظامي ژوند سره عادت شوې ده، خو شخصي ژوند ته یې اندېښنه ده:
"زوی ته مې چې ګورم بد احساس کوم، هغه را څخه پاتې کېږي، وظیفې ته ځم، څلورو بجو پورې دلته یم، ډېر کله د شپې هم وځم، کله چې بېرته کور ته ځم ډېره خوشاله یم، ځکه زوی او کورنۍ مې وینم."
شکیلا وایي دلته د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کول ښايي ښځو ته د ژوند په بیه ولوېږي، ځکه په ځینو مواردو کې مافیايي او جینايي ډلې له پولیسو ځواکمنې دي.
دا وایي: "له دفتره ووتم د کور په لور روانه وم، خیابان څلورلارې ته ورسېدم چې یو څوک را پسې په موټر سایکل راغی، را باندې یې غږ وکړ چې ودرېږه ونه درېدم، چادري مې په سر وه، د شا له خوانه یې په چاړه په لاس ووهلم، غوښه یې پرې شوه، یواځې هډوکی یې پاتې وو، ما چې منډه کړه له لاسه یې ونیولم او په سینه کې یې ووهلم، ملګرې مې را سره وه هغه هم ټپي شوه. "
ځینې بیا د ټولنې سربیره له کورنیو ستونزو هم ډیر شکایت لري، دا وایي:
"کورنۍ مې راسره تګ راتګ نه کوي خو زه خوښه یم اته کسیزې کورنۍ ته مې ډوډۍ پیدا کوم او د خلکو خدمت کوم."
کاري ورځ پای ته رسېږي، جمیله له ښاره د باندې یوه خټین کور کې ژوند کوي. ښار کې د ښځینه پولیسو لپاره د کور پیدا کول ستونزمن دي، څارمنه جمیله هره ورځ له ناامنو کوڅو تېرېږي او کور ته ځي.
نوموړي زیاتوي: "موږ ته څوک کور په کرایه نه راکوي، کله چې رینجر موټر زما د کور وره ته راځي ډارېږي ځکه که د دولت مخالفین پوه شي کور ته اور ورته کوي. د کندوز په دویم سقوط کې طالبانو زما د کور ټول توکي وسوځول. "
له ښځینه پولیسو سره مو چې خبرې وکړې، ډېرو یې ویل دوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي، په دې کې ځینې یې د دولت مخالفین، جنايي مجرمین، دودیز او کورني محدودیتونو او تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې په کاري چاپیریال کې له جنسي زورونکو سره په جګړه بوختې دي.