له مسکو غونډې طالبانو که روسیې ډېره ګټه وکړه؟

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

ارب نیوز ورځپاڼه له طالبانو سره د سولې او روغې جوړې د هڅو په تړاو یوه مطلب کې د مسکو وروستۍ غونډې ته کتنه کوي.

ورځپاڼه زیاتوي په دې غونډې سره داسې وښودل شوه چې روسیه چې اوس اوس د افغانستان په چارو کې ډیره لیوالتیا ښيي برلاسې ده او په دې سره د دې مطلب د لیکوال په وینا په جیوپولیټیک ناستو ولاړو کې ډیر بدلون رامنځته شوی دی.

د ارب نیوز د دې مطلب لیکوال وړاندې زیاتوي د مسکو له غونډې طالبانو څه تر لاسه نه کړل خو روسیې ته دغې غونډې لاسته راوړنه لرله او ځان یې د افغانستان په قضیه کې یو مطرح اړخ وباله.

د طاهر خان کورنۍ ته ناسم معلومات ور کول

ډان ورځپاڼې خپله سرمقاله د پښتونخوا ایالت د یو پولیس افسر طاهر دوړ وژلو ته ځانګړې کړې ده.

دغه ورځپاڼه لیکي پکارده چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې د پولیسو قربانیو ته په کتو د پاکستان دولت دا یقیني کړي چې د خپلو پولیسو ساتنه کولی شي او لکه د دوړ د قضیې په څېر پیښو کې هغوی وژغوري.

ورځپاڼه د پيښې هغه جریان ته چې د دوړ د مړي له موندلو وړاندې و او د هغه کورنۍ ته ناسم معلومات ورکړل شوي اشاره کوي.

"د معلوماتو له ور کولو انکار او یا د ناسمو معلوماتو ورکول د منلو نه دي او لږ تر لږه د طاهر خان دوړ کورنۍ او پولیس دا حق لري چې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه بشپړ او سم معلومات تر لاسه کړي".

هند د امریکا او روس ترمنځ څنګه انډول ساتي؟

ټایمز اف انډیا لیکي وروسته له هغه چې امریکا پر هند له دې امله غوسه شوه چې ولې یې له روسیې دفاعي سیسټم اېس څلورسوه وپيره، اوس هند غواړي د دې دوه لویو ځواکمنو هېوادونو سره اړیکو کې توازن رامنځته کړي او له امریکا یې د ۲۴ MH-60 ډوله چورلکو د رانیولو پریکړه کړې.

که څه هم هند له امریکا د پوځي ټیکنالوژۍ او وسلو د پیرلو او ګډ پوځي صنعت په برخه کې لوی شریک دی خو کله چې څو اونۍ وړاندې هند ته د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د سفر پرمهال د ایس څلور سوه د پیرلو تړون وروستی شو نو امریکا غبرګون وښود.

ټایمز ورځپاڼه له امریکا سره په پوځي برخه کې د روس او چین د سیالۍ په اړه یوه مطلب کې لیکي همدې ګواښونو ته په کتو د امریکا ولسمشر له کانګرس د ۷۱۶ ملیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې او دا بودجه د چین د دفاعي بودیجي درې ځله او د روسیې له خوا پوځي برخه کې پانګونې ته د ځانګړې شوې بودجې پرتله لس ځله زیاته ده.

د مطلب لیکوال وايي د مخکني ولسمشر بارک اوباما له خوا په دفاعي بودیجه کې د کموالي له امله د امریکايي پوځ جنګي وړتیاوې کمې شوې دي.

سعودي خپل ولیعهد وژغوره

ګارډین ورځپاڼه لیکي سعودي ولیعهد محمد بن سلمان وژغوره او د خبریال جمال خاشقجي د وژلو په تور یې پنځو تنو ته د اعدام غوښتنه وکړه.

ورځپاڼه لیکي محمد بن سلمان چې د خاشقجي په وژلو کې د پړې ګوته ورته نیول کیږي د ایران پرضد او د اسراییل په پلوي د امریکا تر ټولو لوی ملګری دی نو له همدې امله امریکا لا هم له هغه سره پر اړیکو ساتلو ټینګار کوي.

خو که د جمال خاشقجي او د یمن د جګړې له امله د امریکا په کانګرس کې د سعودي پرضد وړاندې شوې طرحه ومنل شي نو پر دغه هېواد به د امریکا د وسلو پلور وځنډول شي او امریکا به اجازه ونه لري چې د یمن په جګړه کې د سعودي الوتکو ته تیل برابر کړي.