تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: د سولې خبرې به افغان حکومت پخپله کوي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد له طالبانو سره اړیکه کې دی، خو په دې هېواد کې د سولې او د روانې جګړې د ختمولو لپاره به هر ډول مذاکرات افغان حکومت پخپله کوي.
نوموړي دا څرګندونې د سه شنبې پر ورځ په کابل کې د ناټو سازمان سرمنشي ین ستولتنبرګ سره په یوه ګډ خبري ناسته کې وکړې.
ښاغلي غني د روانو مذانکو یا د سولې په برخه کې د وروستیو هلو ځلو په اړه ډېر جزیات ورنکړل، خو په خبره یې د ملا برادر خوشي کېدل یو کوچنی ګام دی او پاکستان باید نور لوی کارونه وکړي.
ولسمشر غني په داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې ده د روانې میاشتې په ۹مه نېټه وسله وال طالبان د افغانستان په اړه د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.
افغان حکومت وایي، په دې ناسته کې ګډون نه کوي، خو د سولې د عالي شورا یو پلاوی ور استوي.
د سه شنبې په خبري غونډه کې ناټو عمومي منشي ین ستولتنبرګ تر ۲۰۲۴ کاله پورې د افغان ځواکونو د تجهیز او روزنې پر ژمنو ټینګار وکړ، خو زیاته یې کړه چې د افغانستان کړکېچ باید د خبرو له لارې حل شي.
ښاغلي ستولتنبرګ د افغان امنیتي ځواکونو پر ځواک خوښي څرګنده کړه. نوموړي وویل، د افغانستان نړیوالو متحدینو په دغه هېواد کې د خپلو سرتېرو شمېر ۱۶۰۰۰ کسانو ته ډېر کړ او د افغان ځواکونو د روزنې لپاره نور روزونکي هم ګوماري.
ښاغلي ستولتنبرګ د افغان ځواکونو پیاوړي کولو کې د مرستې د ژمنو تر څنګ د افغان حکومت له وسله والو مخالفانو وغوښتل، چې د ملکي خلکو له وژلو لاس واخلي.
نوموړي وویل، که طالبان غواړي چې راتلونکي کې د افغانستان برخه واوسي باید د خبرو ته کښېنې. هغه زیاته کړه، جګړه پایله نه لري، خو د سیاسي خبرو لپاره باید افغان ځواکونه پیاوړي شي.
د ین ستولتنبرګ په وینا افغانستان کې سوله او ثبات د لویدیځوالو لپاره مهم دي.
په ورته وخت کې د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ایلس ویلز د سه شنبې پر ورځ اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي.
مېرمن ویلز دا وروستیو کې قطر کې له طالب چارواکو سره هم کتلي دي، او د سولې خبرو ته د لارې هوارولو هڅې یې پیل کړي.
د مسکو غونډې ته وسله وال طالبان هم بلل شوي او دوی تایید کړې، چې په غونډه کې د سولې خبرو په موخه نه بلکې د افغانستان اوسني وضعیت څېړنې په موخه ګډون کوي.
افغان حکومت دغې غونډې ته رسمي پلاوی نه استوي.
د ناټو عمومي منشي داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې د دغه هېواد لویدیځ کې د طالبانو یوه برید کې نژدې ۳۰ افغان پوله ساتونکي وژل شوي دي.
د ناټو عمومي منشي وايي، د افغان ځواکونو تلفات ځکه ډېر شوي، چې د جګړې مشري دوی خپله پر غاړه اخیستې.