تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'ملا برادر د امریکا او طالبانو سیاسي تفاهم پایله کې خوشی شوی'
طالبانو ویلي، ملا عبدالغني برادر د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ د سیاسي تفاهم په پایله کې خوشی شوی. طالبان وايي، ملا برادر په زندان کې له ډېر وخت تېرولو وروسته اوس ارامۍ ته اړتیا لري. افغان حکومت د طالبانو د دغه غړي د خلاصون او د سولې خبرو بهیر کې د هغه د ممکنه رول په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ډېر جزییات ورنه کړل، چې ښاغلی برادر به له زندانه تر خوشي کېدو وروسته د طالبانو چوکاټ کې څه کوي.
تېره شپه ناوخته د پاکستان ځینو استخباراتي سرچینو تایید کړې چې د طالبانو یو مهم مشر ملا عبدالغني برادر خوشی شوی او اوس له خپلې کورنۍ سره دی.
ملا برادر اته کاله پخوا د پاکستاني او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې له کراچۍ نیول شوی و.
خو له نیول کېدو درې کاله (پنځه کاله مخکې) هم رسنیو ته ځینې داسې رپوټونه ورکړل شوي و چې ګواکې ملا برادر خوشې شوی دی، خو طالبان وايي هغه وخت نه و خوشې شوی یوازې یې له کورنۍ سره لیدلي و.
ملابرادر وروسته له هغې خوشی شوی چې په دې ورستیو کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د افغانستان، پاکستان او قطر ته سفر کړی. نوموړي په دوحی کې د طالب مشرانو سره لیده کاته هم کړي.
طالبان وايي ښايي د ملابرادر خوشي کول ددې لپاره وي چې طالبان د خبرو مېز ته کېنول شي.
د طالبانو غبرګون
د طالبانو ځينو سرچینو بي بي سي ته منلې چې د دوی یو مشر ملا عبدالغني برادر د چارشنبې پر ورځ د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه ماځيګر مهال پاکستان خوشی کړی دی.
ځینې رپوتونه وایي، له نوموړي سره دوه تنه نور طالب مشران هم خوشې شوي.
خو د پاکستان حکومت او یا هم په کابل کې افغان چارواکو تر دې دمه رسماً دا خبره نه ده تائید کړې.
څو ورځې وړاندې هم په شمېر پاکستانیو رسنیو کې د مُلا برادر د خوشې کېدو رپوتونه خپاره شوي وو.
ښاغلی برادر شاوخوا اته کاله وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د امریکايي او پاکستاني ځواکونو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی و.
عبدالغني برادر چې اته کاله وړاندې نیول کېده، هماغه وخت د طالبانو په پخواني مشر ملا عمر پسې دویم مهم مشر بلل کېده.
شاوخوا پنځه کاله وړاندې هم په ځینو رسنیو کې د مُلا برادر د خوشې کېدو خبرونه خپاره شوي وو.
خو د طالبانو سرچینې وايي، نوموړی په ډې ټوله موده کې په پاکستان کې زنداني و، او یوازې میاشت دوو کې به يې له کورنۍ سره د لیدلو اجازه ورکوله.
د ملا برادر د خوشي کېدو خبر په داسې وخت کې راځي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د افغانستان، پاکستان، متحده عربی اماراتو، قطر او سعودي عربستان په سفر راغلی و.
ښاغلي خلیزاد په قطر کې له طالبانو سره هم لیدلي و. د طالبانو سرچینې وايي، ښايي د ملا برادر خوشي کېدل د ښاغلي خلیل زاد اوسنۍ هڅې وي او د هغه په غوښتنه خوشی شوی وي.
کلونه وړاندې د مُلا برادر د نیول کېدو پر وخت داسې ګنګوسې وې چې ګواکې نوموړي غوښتل له افغان حکومت سره سوله وکړي.
افغان حکومت هم څو ځله له پاکستانه رسماً غوتښتې وو چې مُلا برادر خوشې کړي.
په ۲۰۱۲ کال کې افغان حکومت ویلي وو چې د ملي امنیت یوه پلاوي په پاکستاني زندان کې له ملا برادر سره لیدنه هم کړې وه.