د قهرمان مړی پارلمان کې خاورو ته وسپارل شو
د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنو لپاره له هلمند د وژل شوي نوماند عبدالجبار قهرمان جنازه د پنجشنبې په ورځ کابل کې وشوه او بیا پارلمان کې خاورو ته وسپارل شو
عبدالجبار قهرمان ټاکنیز دفتر کې د چارشنبې په ګهیځ شاوخوا اته بجې چاودنه شوې وه.
د ځايي چارواکو په خبره، ماین د ښاغلي قهرمان تر څوکۍ لاندې اېښودل شوی و.
د جبار قهرمان مړی د چارشنبې په ورځ د هلمند د والي، امنیه قومندان او نورو ولایتي چارواکو په بدرګه تر شورابک هوايي اډې ولېږدول او له هغه ځایه کابل ته پوځي الوتکه کې وړل شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د پنجشنبې په ورځ له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې د افغان حکومت، د ولسي جرګې د وکیلانو او د جبار قهرمان د کورنۍ په غوښتنه د نوموړي جنازه کابل ته ولېږدول شوه.
د جبار قهرمان ورور عبدالرازق نورزي بي بي سي ته د پنجشنبې په سهار وویل، چې د ورور مړی یې روغتون کې و او د پنجشنبې په ورځ لس بجې د ښخولو لپاره پارلمان تهولېږدول کېږي.
"هلته رسمي مراسمو کې خاورو ته سپارل کېږي".
وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه لنډه خبرپاڼه کې د ښاغلي قهرمان د وژل کېدو مسؤولیت منلی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، په برید کې د قهرمان اووه ملګري هم ټپیان شوي دي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته وویل، په دې برید کې د قهرمان درې همکاران هم وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
د نوموړي په خبره، د جنرال عبدالجبار قهرمان پر دفتر د برید په تړاو یې درې مشکوک کسان نیولي.
عبدالجبار قهرمان

د عکس سرچینه، fb
عبدالجبار قهرمان د محمد حسن زوی په کال ۱۳۳۷ (۱۹۵۹) کندهار سپین بولدک کې زېږېدلی.
په ۱۳۶۱ کال کې د کابل حربي لیسې نه فارغ او د لیسان سند یې په کال ۱۳۶۳ کې د کابل له حربي پوهنتون ترلاسه کړی و.
شاوخوا لس کاله د کمونیست پلوه حکومت د ملي اردو قومندان و او رتبه یې تر تورن جنرال رسېدلې وه.
نوموړی د ولسي جرګې په ۱۶ دورې کې د هلمند د خلکو استازی و.
هغه په پښتو، دري او روسي خبرې کولې.
جبار قهرمان په ۲۰۱۶ کال کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د سوېلي ولایتونو لپاره د امنیت په برخه کې ځانګړی استازی وټاکل شو چې وروسته بیا له خپلې دندې لاس په سر شو.
عبدالجبار قهرمان په افغانستان کې د کمونیست پلوه حکومت د واکمنۍ پرمهال پر ځینو پوځي پوستونو کار کړی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه د ښاغلي قهرمان د ټاکنیز کمپاین پر دفتر برید غندلی. ولسمشر غني، عبدالجبار قهرمان "د افغانستان صادق او زړور بچی او تل د هېواد د ابادۍ او د ولس د سوکالۍ ملي فکر او نه ستړی کېدونکی هڅوونکی شخص" بللی.
ښاغلي غني د قهرمان پر ټاکنیز دفتر د برید په اړه د هر اړخیزې څېړنې امر کړی.
وسله والو طالبانو له راتلونکو ټاکنو سره خپل مخالفت لا له وړاندې اعلان کړی و، خو افغان ځواکونو دغو ټاکنو ته د ټینګ امنیت نیولو هوډ کړی.
د ټاکنو د امنیت لپاره په ټول هېواد کې شاوخوا پنځوس زره امنیتي کسان ګومارل شوي او ۳۰۰ زره نور د تیارسئ په حالت کې دي.

د عکس سرچینه، د عبدالجبار قهرمان فېسبوک پاڼه
د روانې تلې پر ۱۷مه، هم د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې یوه ځانمرګي برید د راتلونکو پارلماني ټاکنو نوماند صالح محمد اڅکزی او د هغه ۸ تنه پلویان ووژل.
ښاغلی اڅکزی له هلمنده په ولسي جرګه کې ددغه ولایت اتو څوکیو ته کاندید شوی و.
څو ورځې وړاندې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم د راتلونکو پارلماني ټاکنو د یوه نوماند پر کمپاین غونډه ځانمرګی برید شوی و، چې ۱۴ کسان پکې وژل شوي وو.
په افغانستان کې اوسنی امنیتي وضعیت د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده.
د افغان حکومت سربېره، په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو هم ژمنه کړې چې د ټاکنو په امنیت کې به د افغان ځواکونو مرسته کوي.
پارلماني ټاکنې به د تلې میاشتې پر ۲۸مه نېټه ترسره کېږي، چې د ولسي جرګې د ۲۵۰ څوکیو لپاره به له ټول هېواده کابو ۲۵۰۰ نوماندان پکې ګډون کوي.









