افغان ټاکنې: د هندوانو او سکانو بې رقیبه استازی

    • Author, نصیر بهزاد
    • دنده, بي‌بي‌سي، کابل

د افغانستان پارلماني ټاکنو کې یوازینی بې رقیبه نوماند د افغان سکانو او اهل هنود استازی نرندر سنګ دی.

نرندر سنګ چې سوداګر دی او سیاسي تجربه نه لري ښايي تر څو ورځو د ولسي جرګې غړی شي.

دا لومړی ځل دی چې ولسي جرګه کې به سکان او اهل هنود خپل استازی ولري.

دا کار د پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر اساس کېږي.

هغه د اوتارسنګ خالصه مشر زوی دی چې ننګرهار کې په یوه ځانمرګي برید کې له یو شمیر نورو سکانو سره ووژل شو.

اوتار سنګ د افغان هندوانو او سیکانو نوماند و خو د هغه تر وژل کېدو وروسته زوی یې نرندر سنګ د خپلو خلکو استازیتوب ته ودانګل.

نرندر سنګه هم د جلال اباد په ځانمرګي برید کې ټپي شوی و چې درملنې لپاره بیا هند ته لاړ.

له درملنې وروسته بېرته افغانستان ته ستون شو او دلته د هندو او سک لږکیو له خوا د نوماند په توګه وټاکل شو.

نرندر سنګ سوداګر دی خو وايي د سیاست په ډګر کې به له مذهبي باورونو پورته کار وکړي.

نرندر واده کړی او څلور ماشومان لري.

۳۷ کلن نرندر، د میلیونونو افغان ځوانانو له ډلې دی چې د جګړو او نا امنیو له امله له زده کړو پاتې شوی.

د دغو لږکیو ماشومانو ته د زده کړې زمینه هسې چې پکار ده نه ده برابره شوې ان د خپلو مذهبي مراسمو په لمانځلو کې ستونزې لري.

تر دې هاخوا د دوی ملکیتونه او ځمکې هم تر ډېره د زورواکو او ټوپک سالارانو له خوا غصب شوي، که څه هم ولسمشر غني د دوی د ځمکو او جایدادونو د بیا ورکولو ژمنه دوی سره کړې.

افغانستان کې د هندوانو او سکانو اوسېدل تاریخي ریښه لري چې ښاغلی نرندر دې ته په اشاره وايي: که څه هم موږ په جګړو کې لاس نه لاره، خو یوازې زما له کورنۍ نه ۸ کسان وژل شوي.

نرندر ځان د افغانستان ریښتنی اوسېدونکی یادوي او وايي " نړیواله ټولنه باید زموږ حق راکړي دا هم موږ ته د ویاړ ځای دی چې نور به هندوان ولسي جرګه کې خپل نوماند ولري. "

نژدې څلور میاشتې وړاندې د غبرګولي په میاشت کې چې د نوماندانو نوملیکنه پیل شوه، اوتار سنګه خالصه د نرندر سنګه پلار چې مشرانو جرګې غړی پاتې شوی و ولسي جرګې ته یې ځان نوماند کړ. خو جلال اباد کې له ۱۹ نور لږکیو سره یو ځای په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

بي بي سي سره په خپلې وروستۍ مرکې کې اوتار سنګ خالصه ویلي و" ما د خپلې کورنۍ ۸ غړي له لاسه ورکړي که ۱۴ نور هم له لاسه ورکړم افغانستان نه به لاړ نشم او ویاړم چې د خپل هېواد لپاره ووژل شم. "

هندو او سک لږکي په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې یو استازی لري او ټول افغانستان ورته یوه انتخاباتي حوزه ده.

نرندر د هندوانو او سکانو یوازېنی استازی دی چې سیال نه لري نو ځکه یې کمپاین هم ډېر پراخ نه دی او ټول هندوان او سکان خپله رایه ده ته کارولی شي.

دغه ځوان نوماند وايي " د خپل پلار هیلو په لار کې مې قدم ایښی خو دا ارمان مې زړه کې پاتې دی چې د ګواښونو له امله مې ونشو کړای له خلکو سره په پراخه کچه لیده کاته ولرم."

د تاریخ په اوږدو کې دغه لږکي په انزوا کې پاتې شوي. له اویایمې لسیزې وروسته دوی په پراخه کچه افغانستان پرېښود. څنګه چې اوتار سنګه خالصه بي بي سي ته ویلي و نژدې دوه زره کورنۍ یې د طالبانو په واکمنۍ کې بېرته افغانستان ته راغلې.

نرندر سنګ وايي پارلمان ته له لار موندلو وروسته به د هندوانو او سکانو د غصب شويو جایدادونو په بېرته اخیستو کې هر ډول هڅه وکړي.

هغه وايي" موږ له هر څه محروم پاتې وو، اوس چې پارلمان ته ځم نو هڅه مې دا ده چې لکه نورو افغانانو یو ډول حقوق ولرو."

ولسي جرګه ۲۴۹ څوکۍ لري. هندوانو او سکانو استازو ته د څوکۍ په ورکولو سره یې اوس شمېر ۲۵۰ ته رسېږي.