تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قریشي: اسلام اباد د سولې لپاره د کابل د هڅو ملاتړ کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، اسلام اباد افغانستان کې د سولې لپاره د افغان حکومت د هڅو ملاتړ کوي.
"اسلام اباد د سولې لپاره د کابل د هڅو ملاتړ کوي".
شاه محمود قریشي د ملګرو ملتونو ۷۳ کلنۍ ناسته کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغانستان او پاکستان له ډېر وخت راهیسې د بهرنیو ځواکونو د ورانپوهاوي نښه ګرځېدلي دي.
هغه په افغانستان کې پر داعش هم اندېښنه وښوده.
د نوموړي دا خبرې په داسې مهال دي چې د افغانستان د عالمانو شورا یو ۷ کسیز پلاوي د جمعې په ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت کې د دغه هېواد له عالمانو سره پر یوه لویه ګډه غونډه خبرې درلودې.
د روانې میاشتې پر پنځلمسه کابل کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او شاه محمود قریشي په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د عالمانو پر ګډه غونډه هوکړه وشوه.
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د دوی تمه دا ده چې ګډه غونډه لومړی په اسلام اباد او دویمه هغه یې په کابل کې جوړه شي.
په دغو غونډو کې به د افغانستان د جګړې په اړه له دیني اړخه بحث کیږي.
د سولې شورا هڅې
له بلې خوا د افغانستان د سولې عالي شورا وایي له وسلوالو طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره تیاری نیسي.
دې شورا په همدې په موخه له ۳۴ ولایتونو د سولې د کمېټو استاز ته ورکشاپ جوړ کړی چې له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرو لپاره نوې لارې وروښيي.
دغو سیمه ییزو استازو ته د روزنې لپاره د افغانستان سولې عالي شورا د جګړې ختمولو او سولې خبرو نویو لارو- چارو زدکولو په موخه له بېلا بېلو بهرنیو هیوادونو پنځه کارپوهان هم کابل ته راغوښتي دي.