تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سولې لپاره نوې هڅې
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
په افغانستان د سولې راوستو او اوربند ټینګولو لپاره له بېلابېلو ولایتونو ولسي هڅې پیل شوې دي. د هلمند د سولې کاروان تر هڅو وروسته اوس د پکتیا، خوست، لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو ولسي وګړو هم ورته خوځښتونه روان کړي دي.
دوی وايي نه د حکومت او نه د طالبانو پلوي کوي بلکې له دواړو غاړو غواړي چې جګړه بس کړي او د سولې خبرو ته سره کښېني.
د هلمندي ځوانانو د سولې حرکت له هڅو سره هممهاله پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو د افغانستان له ځینو نورو ولایتونو هم د سولې ټېنګولو جګړې نه د لاس اخیستو غږونه پورته شوي دي.
په دا وروستیو ورځو کې د پکتیا، خوست، لوګر او ځینو نورو ولایتونو ولسي وګړو پرلتونه او لاریونونه وکړل.
د هلمند د سولې ولسي حرکت یو تن غړی بسم الله وطندوست وايي:
''د یو شمېر ولایتونو هغه خلک له دوی سره په اړیکه کې دي چې ورته خوځښتونه یې پیل کړي او د سولې لپاره هر ګام که ډېر کوچنی هم وي اغېز یې ستر دی. موږ هیله من یو چې دا سولې غوښتنه په ټول هېواد کې غبرګه شي ''
د افغانستان د ولایتونو تر څنګ په پېښور کې میشتو یو شمېر افغان کډوالو هم د سولې د ټینګېدو په موخه خوځښت پیل کړ او د چهارشنبې پر ورځ کابل ښار ته ورسېدل.
دغه راز د سویلې ختیځې ولایتونو خوست ، لوګر ، پکتیا او پکتیکا شاوخوا ۵۰۰ تنه اوسېدونکي په ګردیز ښار کې سره راټول شوي وو.
دوی خپله غونډه او د سولې هڅې بې طرفه وبللې او له طالبانو یې وغوښتل، چې جګړه ودروي، چې تلپاتې سولې ته لار هواره شي.
دوی پر يو ۴۰ کسيزه شورا سره سلا شول، چې د افغان سولې په تړاو به د جګړې له دواړوو خواوو سره اړيکې نيسي او د بين الافغاني روغې جوړې له لارې به روانې جګړې ته پای ورکوي.
دوی وايي په شورا کې به پر دې بحث کوي چې له چا سره د سولې په تړاو له کومې لارې خبرې وکړې او که چا یې غوښتنې ته منفي ځواب ووایه نو بیا به جرګه پرېکړه کوي چې څه وکړي.
د غونډې ګډونوالو ویل چې دوی د دریمګړي په توګه هڅه کوي چې افغانستان کې جګړه بنده او سولې خبرو ته لاره هواره شي.
د افغانستان له ګوټ ګوټه د سولې غوښتنې لویو او کوچنیو خوځښتونو د افغانانو ترمنځ د سولې هیلې ټوکولې دي.
ښه بېلګه یې د تېر کوچني اختر پر مهال دوه اړخیز لنډ مهالی اوربند بلل کېږي.
څو ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د هلمندي ځوانانو د سولې د حرکت له غړو سره په لیدنه کې ویل چې له طالب مشرانو سره هر وخت او هر ځای کې خبرو ته چمتو دی.
خو وسله والو طالبانو په یوې اعلامیې کې دا خوځښتونه د بهرنیانو لخوا بللي دي.