تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټاکنو کمېسون: ۴۴۰۰ بایومټریک الې مو ترلاسه کړې
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون د پنجشنبې په ورځ د رسنیو په مخ کې بایومټریک اله سیاسي ګوندونوته وښوده.
افغان چارواکي وايي، دا اله ډېر امنیتي خوندیتوب لري او پارلماني ټاکنو کې د رایو روڼوالي لپاره کارېږي.
په ټاکنو کې د ګډون لپاره د سیاسي ګوندونو یو شرط هم د رایې ور کولو لپاره بایو مېټرک کارول و.
د معلوماتو او احصایې ادارې د دې الې برابرولو مسوولیت درلود.
دا اداره وايي، بایومټریک اله به د ټاکنو په ورځ له یوه اطلاعاتي مرکز سره نښلول کېږي او له مخې به یې ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره د رایه ور کوونکي ځانګړنې د معلوماتو مرکز ته لېږدول کېږي.
د بایومټریکځانګړنې
د احصایې او معلوماتو مرکز مشر جاوید رسولي وايي، دا اله د رایه ور کوونکو د خوندیتوب لپاره ډېر امنیت سره ډیزاین شوې چې له سیستم یې بهر معلومات ترلاسېدلی نه شي.
"دا وسیله د رایه ور کوونکي معلومات ټولوي، د ګوتې نښان اخیستونکی او کمره لري او دا خل کې سافټویر لري چې معلومات ټول کړي".
د نوموړي په خبره، سافټویر د رایه ور کوونکي د یو لاس او بل لاس د شهادت ګوتې انځور اخلي او له ګوتو وروسته د مخ انځور اخلي، خو که کس نه وي انځور نه اخلي.
"دوو نورو انځورونو ته هم اړتیا ده، چې هغه د تذکرې انځور اخیستل او بل د تذکرې شاته د سټیکر انځور اخلي.
نوموړی په دې باور دی چې دا ټول له څلوېښو تر یوې دقیقې وخت نیسي.
د درغلۍ مخنیوی څنګه کېږي؟
د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، بایومټریک الې د رایه ور کوونکي له معلوماتو ټولولو وروسته یوه بارکوټ پاڼه چاپوي چې له راییپاڼې سره نښلول کېږي.
د دې کمېسون غړی رفیع الله بیدار وايي، ټاکنو کې د درغلي د مخنیوي لپاره که داپاڼه نه وي رایه هم باور نه لري.
دا اداره وايي، بایومټریک الې له نورو حساسو ټاکنیزو توکو سره په یو وخت د رایه ور کوونکي مرکز ته لېږدول کېږي.
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون کمیشنر او ویاند حفیظ الله هاشمی په کابل کې پرون خبریالانو ته وویل چې دغه سیسټم وړاندې په ۲۰ هېوادونو کې په اداري برخه کې تجربه شوی او کارونه یې اسانه ده.
ښاغلي هاشمي وویل؛ د رایه ورکونې د هر محل لپاره د بایومټریک یوه دستګاه په پام کې نیول شوې ده، خو د کارونې میکانیزم به یې راتلونکو ورځو کې نهايي شي.
اندېښنې
که څه هم د ټاکنو کمېسون وايي، دې سیستم سره به انتخاباتو کې د درغلیو مخنیوی وشي، خو د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي؛ د دغې ټیکنالوجۍ د کارولو پر څرنګوالي اندېښنې شته.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا په یوه خبرپاڼه کې له ټاکنو کمیسیون غوښتي چې تر ټاکنو وړاندې د بایو مېټرک ماشین کارولو او له دغه سیسټم د څارنې په اړه څارونکو بنسټونو او سیاسي ګوندونو ته وضاحت ورکړي.
د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید وایي، دوی اندېښمن دي چې ښايي ولایتونو او لرې پرتو سیمو ته د بایو مېټرک دستګاوې په وخت ونه رسول شي.
په پام کې ده افغانستان کې پارلماني ټاکنې چې وار له مخه درې کاله ځنډېدلي د میزان یا تلې میاشتې په ۲۸ ترسره شي.