ملي امنیت: کابل کې مو د داعش ۲۶ غړي نیولي

داعش
د عکس تشریح، داعش ډله افغانستان، ایران، پاکستان او د مرکزي آسیا یو شمېر سیمې "خراسان ولایت" بولي

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، ځانګړو ځواکونو یې کابل کې د 'اسلامي دولت' (داعش) نومې ډلې ۲۶ غړي نیولي.

د ملي امنیت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کسان یې د کابل بېلابېلو برخو کې نیولي، چې له مختلفو ولایتونو کابل ته راغلي او پټ شوي وو، چې په محرم میاشت او د عاشورا پر ورځ ځانمرګي بریدونه وکړي.

دغه کسان محرم میاشت کې د شیعه ګانو د مراسمو له نژدې کېدو سره نیول شوي.

ملي امنیت وايي، په نیول شویو کې د عبدالله په نوم یو کس د دوی ډلمشر هم دی.

په وروستیو میاشتو کې کابل کې پر شیعه ګانو داعش ډلې خونړي بریدونه کړي.

داعش د روانې سپتمبر میاشتې پر شپږمه د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمې یوه ورزشي کلب کې ځانمرګی برید کړی و، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول او ۹۵ نور ټپیان شول.

نژدې درې اونۍ وړاندې کابل کې د موعود په نامه یوه کورس د داعش برید تر پنځوسو ډېر کسان ووژل او سل نور یې ټپیان کړل.

اوس مهال داعش ډله تر ډېره د افغانستان په ختیځ ننګرهار او شمالي ولایت جوزجان کې ډېر نفوذ لري، خو وخت ناوخت په کابل او یو شمېر نورو سيمو کې هم بریدونه کوي.

داعش ډله افغانستان، ایران، پاکستان او د مرکزي آسیا یو شمېر سیمې "خراسان ولایت" بولي او له همدې امله په افغانستان کې د دغې ډلې غړي "د خراسان داعش" بلل کېږي.

پر موعود کورس د داعش برید کې لسګونه کسان ووژل شول او تر سلو ډېر نور ټپیان شول

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پر موعود کورس د داعش برید کې لسګونه کسان ووژل شول او تر سلو ډېر نور ټپیان شول

د داعش خراسان ډلې د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې د فعالیت پیل اعلان کړی.

د تېرې اګسټ میاشتې لومړیو کې د افغانستان شمال کې د جوزجان ولایت ځايي ادارې وویل، په دغه ولایت کې د داعش ډلې ۱۳۴ کسان تسلیم شوي.