تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حکومت د اسلامي جنبش ګوند اندېښنې بابیزه بولي
د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند خبرداری ورکړی، اوسنیو امنیتي شرایطو ته په کتو په شمالي ولایتونو کې ټاکنې نه شي ترسره کېدای.
دوی له دې وضعیته اندېښمن دي او دولت تورنوي چې د دغو ولایتونو امنیت ته لازم پام نه کوي. دوی دغه اندېښنه په داسې حال کې ښيي چې په جوزجان کې داعش ډلې ته له ماتې ورکولو وروسته په شمالي ولایتونو کې د طالبانو خوځښتونه ډېر شوي دي.
دفاع وزارت بیا وایي، شمال کې کافي شمېر امنیتي ځواکونه شته او کولای شي وضعیت قابو کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنو ته یوه میاشت او څلور ورځې پاتې دي، خو په یوشمېر ولایتونو کې ناامنۍ لا هم د ټاکنو پر وړاندې احتمالي ننګونه بلل کېږي.
په شمالي ولایتونو کې د طالبانو له څو ورځنیو جګړو وروسته د جنبش ګوند مشرتابه یوه غړي کنشکا ترکستاني وویل، د دې ولایت امنیتي وضعیت ښه کېدو لپاره د امنیتي ځواکونو هڅو چندان ښه پایله نه درلوده:
"دا وضعیت د افغانستان په شمال کې په ټوله کې په کندوز، جوزجان، تخار، سرپل او بدخشان کې بیخي یو ډول دی. د بېلګې په ډول که ووایو فاریاب کې یوازې د اندخوی ولسوالۍ نه پرته په هېڅ کومه ولسوالۍ کې د ټاکنو ترسره کېدل ممکن نه ښکاري."
له دې مخکې د ټاکنو کمیسیون اعلان کړی و چې افغان امنیتي ځواکونو د ټاکنو امنیت ساتلو لپاره کلکه ژمنه کړې ده او د پرېکنده ملاتړ ځواکونه هم د دې بهیر د امنیت په ټېنګښت او د اسانتیا رامنځته کولو لپاره ژمن دی.
د ټاکنو امنیت ته ګډ پلان
د افغانستان کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو، د ټاکنو امنیت ته یې ګډ پلان جوړ کړی چې په څو پړاوونو کې پلی کېږي.
د افغانستان دفاع وزارت هم په شمال کې امنیتي اندېښنې بې ځایه ګڼي او وايي، د ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره یې کافي امنیتي ځواکونه هالته ځای په ځای کړي دي.
د یاد وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي، شمالي ولایتونو کې په ځانګړي ډول فاریاب کې عملیات ترسره کړي او هلته هېڅ ډول امنیتي اندېښنه نه شته.
په شمال کې داعش ډلې ته له ماتې ورکولو وروسته د طالبانو فعالیتونه یو څه ډېر شوي دي.
طالبانو څو ورځې وړاندې د جوزجان ستراتیژیکه ولسوالۍ خماب چې له ترکمنستان سره ګډه پوله لري ونیوله.
طالبانو په سرپل، فاریاب، کندوز، بغلان او تخار ولایتونو کې هم په تېرو څو ورځو کې جګړې کړي دي.
د طالبانو د بریدونو له ډېریدو سره هم مهاله دفاع وزارت اعلان کړی چې د دوی تعرضي بریدونه ډېر شوي دي.