چین: افغانستان کې پوځي اډه نه جوړوو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
د چين دفاع وزارت هغه رپوټونه بې بنسټه بللي چې وايي دغه هېواد غواړي په افغانستان کې يوه پوځي اډه جوړه کړي.
د چين د فاع وزارت وياند وو کيان يوې خبرې ناستې ته وويل چين او افغانستان په امنيتي برخه کې د همکارۍ عادي اړيکي لري.
افغانستان کې ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره د چين له لوري د يوې پوځي اډې د جوړېدو موضوع په دې وروستيو کې د گڼو رسنيو له لوري خپره شوې.
ان يوې چينايۍ ورځپاڼې دا هم وويل چې د جوړېدو کار يې پيل شوى خو د چين دفاع وزارت وياند وو کيان وايي دا خبره رښتيا نه ده.
ښاغلي کيان چې يوې عادي خبرې ناستې ته وينا کوله وويل چين په دفاعي او ترهگرۍ ضد چارو کې د نورو هېوادونو په څېر د افغانستان ملاتړ کوي او د امنيتي همکاريو په برخه کې د دواړو هېوادونو اړيکي عادي بڼه لري.
خو وړاندې په دې تړاو د رسنيو رپوټونو کې راغلي و چې ټاکل شوې دا پوځي روزنيز پنډغالی د بدخشان په واخان سيمه کې جوړ شي چې لگښت يې چين ورکوي.
"د پنډغالي د جوړولو کار پيل شوى او کله چې بشپړ شي د چينايي پوځيانو يو ٥٠٠ کسيز کنډک به د روزنې لپاره هلته ولېږل شي ".
افغان لوری څه وايي؟

د عکس سرچینه، CHINA NEWS SERVICE
خو د افغانستان دفاع وزارت هم دغو رپوټونو ته په غبرگون کې ويلي و چې په دې تړاو کومه هوکړه نه ده شوې.
د افغان دفاع وزارت وياند غفور احمد جاويد بي بي سي ته وويل چې وړاندې په بدخشان کې د چين په لگښت د يوې غرنۍ لوا د جوړېدو او د چينايي ځواکونو له لوري د افغان سرتېرو د روزنې په تړاو د دواړو هېوادونو چارواکو سره خبرې کړې وې خو بيا په دې تړاو بحث نه دى شوى.
چين له هېواده بهر خپله لومړنۍ پوځي اډه تېر کال د افريقا په جېبوټي هېواد کې جوړه کړه او وايي په بهر کې د نورو پوځي اډو جوړولو لېوالتيا نه لري.
خو امريکايي چارواکو تمه څرگنده کړې چې ښايي دغه هېواد په بهرنيو هېوادونو کې د نورو پوځي اډو جوړولو ته هم مخه کړي چې ښايي يو يې پاکستان وي.
د چین سینکیانګ

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې د ۲۰۱۶ کال په ډیسمبر کې اول ځل داسې رپوټ ور کړل شو چې د چین سرتېري د افغانستان خاورې ته ننوتلي دي.
چینايي چارواکو د وېن په نوم د یوې وېبپاڼې دا رپوټ رد کړ.
د چین سینکیانګ ایالت له افغانستان سره په پامیر کې نږدې سل کیلومتره ګډه پوله لري.
دغه ایالت کې چې اوسېدونکي یې اویغور مسلمانان دي، وخت ناوخت د اسلامي توندلارو د تاوتریخوالي خبر ور کول کېږي.
چين د دغه هېواد پر اېغور مسلمان مېشتې سيمې د افغانستان د حالاتو د شونې اغېز له امله اندېښمن دى.








