تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جلال اباد: امنیتي ځواکونو چاپه کې وسلې او کسان نیولي
د هغو کسانو پر پېژندنه او سیاسي تړاوونو ضد او نقیض رپوټونه ورکړ شوي چې په ننګرهار کې امنیتي ځواکونو د چارشنبې پر ورځ د یوې چاپې په ترڅ کې د ناقانونه وسلو د درلودو په تور ونیول.
د ننګرهار د والي ویاند وایي دغه دفتر د ولسمشر غني د یوه نژدې سلاکار دین محمد جرات په سیاسي ډلې پورې اړه لري، خو د هغه پلویان یې له څښتنوالي انکار کوي.
دوی وایي پلټل شوی دفتر او نیول شوي کسان «د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د خوندیتابه په نامه» د دوی په سیاسي ډلې پورې اړه نه لري او غوښتنه یې کړې چې په دې اړه پلټنې وشي.
د افغانستان د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهیر مشري د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له یوه مشاور دین محمد جرات سره ده.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، یاد عملیات د ملي امنیت او امنیه قومندانۍ ځواکونو له خوا په ګډه شوي دي.
نوموړي وویل، په ترسره شویو عملیاتو کې ۸ تورن نیول شوي وو چې ۵ یې تر پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شوي دي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د دین محمد جرات نظر هم ولرو خو ونه توانېدو . خو د افغانستان د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهیر مرستیال "هاشم مومند" چې په ختیځ افغانستان کې د یاد بهیر مشري هم کوي، بي بي سي ته وویل، هغه دفتر چې افغان امنیتي ځواکونو پرې چاپه اچولې، د دوی اړوند نه دی.
نوموړی د یاد دفتر په اړه د ننګرهار د ځايي چارواکو ادعا دسیسه ګڼي او له امنیتي ځواکونو غواړي په اسنادو ثابته کړي چې دفتر د دوی د"بهیر" اړوند دی.
نوموړی همدارنګه زیاتوي چې د بهیر هیڅ غړی یې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی نه دی.
"د افغانستان د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهیر" مشر دین محمد جرات په پنجشېر ولایت کې زېږېدلی چې کلونه د احمدشاه مسعود په مشرۍ ایتلاف په ګټه جنګېدلی دی.
په دا وروستیو کې په ننګرهار ولایت په ځانګړي ډول مرکز جلال اباد کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.
شنونکي وايي د وسله والو مخالفانو ترڅنګ مافیا او هغه کسان چې په ناامنیو کې یې ګټې نغښتي، د ننګرهار په ناامنه کولو کې لاس لري.
په دې وروستیو کې ځینو امنیتي سرچینو بي بي سي ته وویل چې حکومت هڅه کوي د هغو زورواکانو مخه ونیسي چې له وسله والو مخالفانو سره موازي فعالیتونه کوي او په ناامنیو کې ښکیل دي.
ویل کیږي چې د همدې زورواکانو یو لست هم جوړ شوی چې په نوبت سره به نیول کیږي او مرکز کابل ته به لیږدول کیږي.
په ناامنه ښار جلال آباد کې د څو ماینونو او وسلو موندل ممکن کومه لویه خبره نه وي، خو هغه څه چې دا موضوع یې متفاوته کړې، هغه په دې پیښه کې د یوه لوړپوړي چارواکي ښکیلتیا ده.
د ننګرهار ولایت په اعلامیه کې د همدغه دفتر د لوحې انځور خپور شوی چې د جنرال دین محمد جرات تصویر او د همدې سیاسي بهیر نښان پرې پورې دی