ارګ: د مسکو غونډه له روسیې سره په مشوره وځنډول شوه

د عکس سرچینه، Haroon Chakhansuri/FB
افغان حکومت وایي، کابل او مسکو پرېکړه کړې چې د لا زیات چمتووالي له پاره د افغانستان په اړه د مسکو ناسته چې د سپتمبر پر څلورمه جوړېدونکې وه، وځنډول شي.
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري وایي، دغه پرېکړه له ولسمشر غني سره د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګی لاوروف تر ټېلېفوني خبرو وروسته وشوه.
نوموړي بي بي سي ته وویل:
"د افغانستان جمهور رئیس د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره تیلیفوني خبرې درلودې. په دې خبرو کې تصمیم ونیول شو چې د مسکو ناسته د موثریت او لا ښې امادګۍ په خاطر وځنډول شي. دواړه هېوادونه به د دې ناستې مشترکه مدیریت او کوربه توب لپاره کار کوي. د کانفرانس وخت او څرنګوالی به په ګډه وټاکل شي".

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي چخانسوري زیاته کړه چې د افغانستان حکومت تل پر سلا مشورو باور درلود او په دې موده کې به د دې ناستې په اړه هم له مختلفو اقشارو سره سلا مشوره کوي.
مخکې افغان چارواکو د مسکو غونډه کې له ګډون نه په دې پلمه ډډه کړې وه چې مشري یې له افغانانو سره نه ده.
اوس د ارګ په وینا، مسکو منلې چې دا غونډه د دواړو هېوادو په ګډ مشرتابه او تر سلا مشورو وروسته ترسره شي.
افغان طالبانو وار د مخه رسنیو ته ویلي وو چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دوی ته د مسکو په غونډه کې بلنه ورکړې، او دوی یې بلنه منلې ده.
یادې ډلې دې ناسته کې د ګډون لپاره یو پلاوی هم ټاکلی و، چې مشري یې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شېر محمد عباس ستانکزي کوله.
یاده دې وي چې د امریکا حکومت هم د سپتمبر د څلورمې په دې ناسته کې له ګډونه انکار کړی و.








