تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ګرمي له امله برتانیا کې د خوراکي توکو بیه پنځه سلنه لوړېږي
یوه څېړنه وايي، برتانیا کې د سږ کال ګرمې هوا له امله د غوښې، سبو یا سبزۍ او پیو(لبنیاتو) بیه په راتلونکو میاشتو کې لږ تر لږه تر پنځه سلنه پورته کېږي.
د سي اي بي ار په نوم اداره وايي، پر ۲۰۱۸ کال د ډېرې یخ وهنې او ګرمۍ له امله به مشتریان د میاشتې اووه پونډوډېر ور کړي.
دا خبرې له هغه وروسته دي چې د کرونګرو استازو د پلي ماټرو، کاهو او الوګانو د بیو په هکله خبرداری ور کړ.
د نورو سبو عمده بیې هم د روان کال له پيل تر اتیا سلنې پورته شوې دي.
خو سي اي بي ار وايي، چې دا بیې لوړېدل ممکن تر اتلسو میاشتو وخت ونیسي چې ټول پېرونکي به اغېزمن کړي.
دا اداره یوه بیانیه کې وايي، د ګرمۍ بد اغېز به تېر شوی وي، خو د مشتریانو لپاره به بیې لوړې شي.
برتانیا په جون، جولای او اګسټ کې ډېره ګرمه وه چې له امله یې وچکالي ډېره او کروندې خرابې شوې.
همدا او ور سره سوړ او له ورښته ډک ژمی په تېره له ختیځ راغلې سړې څپې کرنه زیانمنه کړه او هم به یې زیانمنه کړي.
دا اداره زیاتوي، د عمده سبو بیه د مارچ او جولای ترمنځ لوړه شوې، دپیاز ۴۱ سلنه، ګاځرې، ۸۰ سلنه او د ډوډۍ اوړه پنځه سلنه
د کوچو بیه له مارچ تر ۲۴ سلنه پورته شوې او دا ځکه چې ګرمې هوا د شنو یا څړځیو وده کمه کړې یا یې وچ کړي دي.
د مال د خوړو د کمښت له امله د غوښې بیې هم لوړېږي.
سي اي بي ار د شرابو مینوالو ته هم بد خبر لري.
دوی وایي، فرانسه کې د شرابو سیمو کې د سخت باد او ږلۍ له امله د انګورو باغونه زیانمن شوي چې ور سره د میلیونونو بوتلو شرابو تولید کم شوی دی.
دوی وايي، د عمده بیو لوړېدلو اندېښمن کړي او اندېښنه لري چې اونۍ کې به تر ۴۵ میلیون پونډو ورسېږي او دا په هره کورنۍ اونۍ کې یو اشاریه نه اویا پونډه کېږي.
د دې میاشتې لومړیو کې د کرونګرۍ او بڼوالۍ پراختیا ادارې خبرداری ور کړ چی د هوا له امله به د مالدارۍ او سبو بیې تر راتلونکي پسرلي لږ لوړې شي.
د سبو کمښت د وچو خوړو بیې هم پړسولې، په داسې ډول چې مۍ او جون کې دا پړسوب یا انفلاسیون یو اشاریه دوه و، خو جون کې یو اشاریه شپږو ته ورسېدې.