د فرانسې قصابان: له سابه خورو مو وژغورئ

د فرانسې قصابانو د دغه هېواد دولت ته په لېږلي لیک کې غوښتنه کړې چې له سختدریځو سابه خورو يې وژغوري.

دوی همدارنګه اندېښنه ښودلې چې د سابه خورو فعالیتونه به په دغه هېواد کې د غوښې خوړلو کلتور له منځه یوسي.

د فرانسې د قصابانو ټولنې لیکلي، هټۍ یې د سختدریځو سابه خورو له خوا په ډبرو ویشتل کېږي او پر دېوالونو یې د غوښې خوړلو ضد شعارونه لیکل کېږي.

په تېرو میاشتو کې په دغه هېواد کې ۱۵ قصابخونې وینې ته په ورته مصنوعي رنګ لړل شوې دي.

د فرانسې د قصابانو د ټولنې مشر فرانسوا ژیهارد وايي، پر قصابیو ورته بریدونه پخپل ذات کې ترهګري ده.

نوموړي لیکلي، سابه خواره غواړي د فرانسې د کلتور یوه برخه له منځه یوسي او وګانیان (هغه سابه خواره چې ان هګۍ او شیدې هم نه خوري) غواړي خپله ژوندلار او ایډیالوژي پر ټولنې تحمیل کړي.

هغه څېړنه چې په ۲۰۱۶ کال کې په فرانسه کې تر سره شوې، ښيي چې د دغه هېواد ۳ سلنه وګړي سابه خواره دي.

یو شمېر سابه خواره د خوړو لپاره د څارویو حلالول ناانساني کړنه بولي.

ښاغلی ژیهارد وايي، د وګانیانو د ژوند ډول ته په رسنیو کې ډېر پام کېږي او همدا د دې لامل شوی چې دوی یې پر خلکو تحمیل کړي.

په فرانسه کې د غوښې د خرڅلاو کمښت له امله د دغه هېواد مالدارانو هم له ولسمشر امانوېل ماکرون څخه غوښتي و چې له غوښې ضد کړنو دې ډډه وکړي.