'' طالبان د مسکو سولې خبرو کې ګډون کوي''

ځايي چارواکو د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له قوله ویلي، چې طالبان به د مسکو خبرو کې ګډون وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځايي چارواکو د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له قوله ویلي، چې طالبان به د مسکو خبرو کې ګډون وکړي

د روسي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تایید کړې، چې افغان طالبان به راتلونکې میاشت د مسکو سولې خبرو کې ګډون وکړي.

روسیه د افغانستان راتلونکي په تړاو د خبرو یوه خپله لړۍ لري.

له دې مخکې د خبرو دغسې پړاو کې پاکستان، چین او یو شمېر نورو سیمه ییزو اړخونو برخه درلوده، خو دا به لومړی ځل وي، چې طالبان هم دغو خبرو کې ګډون کوي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر د اوسنیو څرګندونو په تړاو طالبانو لا هم څه نه دي ویلي.

د سږ کال لومړیو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، طالبان باید له افغان چارواکو سره د سولې خبرو ته کیني او په وینا یې روسیه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو کوربه توب ته چمتو ده.

خو هغه مهال په کابل کې د امریکا سفیر د روسیې له خوا د افغان سولې په تړاو د احتمالي غونډې پر پایلو شک څرګند کړی و.

د کابل لپاره د امریکا نوي سفیر جان بس، د جنورۍ پر ۱۸مه ویلي و، ډاډه نه دی چې د روسیې په کوربه توب احتمالي جوړېدونکې غونډه به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي او که څنګه؟

طالبان

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، وسله والو طالبانو تر اوسه د روسیې بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.

یو شمېر کارپوهان ګومان کوي روسیه غواړي په دې توګه د امریکا د نفوذ مخنیوي کولو سره افغانستان کې خپل نفوذ ډېر کړي. وسله والو طالبانو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

خو روسیه پر امریکا نیوکه کوي، چې ګواکې افغانستان کې په سوله راوستو کې پاتې راغلې او دوی غواړي په سوله کې خپل مثبت رول ولوبوي.