''د داعش ډلې تسلیم شویو کسانو په اړه شکایتونه شوي''

په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې د هغو کسانو په اړه د خلکو شکایتونه ډېر شوي چې تېره اونۍ په جوزجان کې حکومت ته تسلیم شول.

سیمه ېیزو چارواکو بی بی سي ته ویلي، د داعش ډلې په تړاو نژدې درې سوه لیکلي او شفاهي شکایتونه د والي له دفتر سره ثبت شوي دي.

د دې ډلې شاوخوا ۲۵۰ غړي تېره اونۍ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

د جوزجان والي وایي د خلکو شکایتونه د وژنو،جنسي تېریو، وهلو ټکولو او د ځمکو د غضب په اړه دي.

د افغانستان د ملي امنیت په ریاست کې یوه سرچینه وایي له دغو تسلیم شویو یې یوه ۲۲ کسیزه ډله د څېړنې لپاره جوزجان ته لیږلې.

افغان چارواکو د دې کسانو پر تسلمېدو خوښي څرګنده کړې وه، خو اوس داسې ښکاري چې د درزاب ولسوالۍ هغه اوسېدونکي چې د دې ډلې له لاسه کړېدلي، د انصاف غوښتنه کوي.

د همدې ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې ادعا کوي د داعش ډلې یې د کورنۍ څو غړي ور وژلي، بي بي سي ته وویل:

"چا چې جرم کړی او د خلقو پر حقونو یې تېری کړی باید جبران یې کړي. له ولسمشر، مرستیالانو یې او له اجرائیه رئیس مې غوښتنه ده چې که چا خلک وژلي وي باید اعدام شي او سزا وګوري".

د جوزجان والي لطف الله عزیزي وایي، د خلکو شکایتونه به په جدي توګه څېړي. نوموړي بي بي سي ته وویل:

"ډېری شکایتونه د قتل، د خلکو د وهلو ټکولو او د چپاول په اړه دي."

د افغانستان د ملي امنیت ادارې یوې سرچینې هم بي بي سي ته وویل، حکومت له دې کسانو د څېړنو په اړه جدي دی او له دوی څخه ترلاسه شوي لږ مالومات به هم ډېر ګټور وي.

یوې سرچیني بي بي سي ته ویلي، په تسلیم شویو کسانو کې ۱۱۰ تنه پخواني وسله وال، ۸۵ ماشومان، ۸ ښځې او ۸ نور ډېر کوچني ماشومان شامل دي.

ویل کېږي چې په دې ډله کې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې مشر مولوي حبیب الرحمن او مرستیال یې نعمت الله هم شامل دي.

د درزاب ولسوال تر دې وړاندې ویلي، په تسلیم شویو کسانو کې یو شمېر بهرنيان هم شته.