تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"داعش افغانستان کې په سرخوږي بدلېږي"
ډېلي ټلېگراف ورځپاڼې افغانستان ته د نورو بريتانوي سرتېرو د استولو په تړاو ليکلي،افغان پلازمينه کابل کې تېره مياشت د غبرگو چاودنو په گډون د توندلارو وروستيو بريدونو دا اندېښنې ډېرې کړي چې اسلامي دولت نومې ډله اوس افغانستان لپاره په لوى گواښ بدلېدونکې ده.
د ورځپاڼې په وينا دې گواښ برتانيا اړه کړه چې افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو چمتو والى وکړي.
د بريتانيا د دفاعي چارو جرگه گۍ مشرې جوليان لويس ورځپاڼې ته ويلي ناټو او برتانيا هوډ لري چې د طالبانو لاس ته د افغانستان بيا نه پرېوتل باوري کړي.
گارډين:
بريتانوۍ گارډين ورځپاڼې "بريتانيا افغانستان کې د خپل سرتېرو شمېر دوه برابره کوي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى او وايي دا سرتېري د ډونالد ټرمپ په غوښتنه په داسې مهال کې استول کېږي چې برتانيا په خپله د دفاعي بوديجې له فشارونو سره سره له دغه هېواده بهر په ٢٥ عملياتو کې ښکېله ده.
ورځپاڼه وايي برتانيا د پوځيانو په گومارنه او ساتنه کې له ستونزو سره مخامخ ده.
د دفاع وزارت نوي رپوټ کې راغلي چې د برتانيا پوځ کې د تېر کال پرتله ټول ټال د ٢٩٠٠ سرتېرو کمى راغلى.
خو دفاع وزارت ويلي ژمن دي چې سرتېري يې په هره کچه اړين مهارتونه ولري او په نړۍ کې يې مخکښ پوځ د زياتېدونکو نړيوالو گواښونو سمه مقابله وکړي.
هندوستان ټايمز:
هندوستان ټايمز په اسام ايالت کې د اعتراضونو په پلمه د دغه هېواد د تابعيت په قانون کې رامنځته شوي بدلون ته کتنه کړې چې د احتجاجونو لامل هم شوي دی.
رامنځته شوى بدلون د هند گاونډيو هېوادونو لکه بنگله دېش پاکستان او ان د افغانستان مذهبي لږکيو لپاره د هند تابعيت ترلاسه کول شوني کوي.
قانون کې دغه بدلون د ځينو اندېښنې را پارولي چې د بنلگه دېش هندوان به په لوى شمېر کې هند ته ورمات شي.