تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډان ورځپاڼه: د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندلو خبر جعلي دی
د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، هغه خبر چې د ډيورنډکرښې په تړاو په خواله رسنیو کې په دوی پورې تړل شوی و، ناسم او جعلي دی.
له تېرو څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو یو خبر چلېده، چې پکې ویل شوي و، افغانستان له پاکستان سره ډيورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله منلې. له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د دغه هېواد له لوري د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندلو خبرونه درواغ وباله.
د امنیت شورا په خبرپاڼه کې ویل شوي و، لوړ پوړي افغان امنیتي پلاوي د اسلام اباد وروستي سفر کې "نه د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره لیدلي او نه یې هم پر ډیورنډ فرضي کرښه خبرې کړې دي".
بل لور ته اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر په خپل رپوټ کې وايي، د ډان ورځپاڼې مسوولیو دا یو ناسم او جعلي خبر بللی دی.
خواله رسنیو کې د ګنګوسو له مخې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره په وروستۍ لیدنه کې ډیورنډ کرښه "په رسمیت پېژندلې ده".
خو د ملي امنیت شورا خبرپاڼه کې د خواله رسنیو دا ګنګوسې "یو مخ جعلي" بې بنسټه او پروپاګنډ بلل شوی دی. دا اداره ټینګار کوي چې د ډیورنډ کرښې مسله ټول افغان ملت پورې تړلې او حکومت ان پر دغه موضوع د خبرو حق هم نه لري.
ډیورنډ کرښه
یو وخت د برتانیا سفیر د ډیورنډ کرښې پر رسمیت پېژندلو خبرې کړې وې، چې له امله د ملي امنیت شورا غبرګون وپارېد. دې شورا په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې له ټولو بهرنیو سفیرانو او سیاسي استازو وغوښتل چې د ډیورنډ کرښې په ګډون د افغانستان تاریخي ارزښتونو او حقونو ته درناوی وکړي.
کابل کې د برتانیا سفیر نیکلاس کي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي و چې د نړیوالې ټولنې په اند، ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده.
افغان حکومت له پاکستان ۲۴۰۰ کیلومتره اوږده ډیورنډ کرښه د خپلې پولې په توګه په رسمیت نه پېژنې.
کابل وايي، په دې تړاو هغه تړون باور نه لري چې پر ۱۸۹۳ کال د افغانستان د هغه وخت د امیر عبدالرحمان خان او د برتانوي هند د وخت د بهرنیو چارو وزیر سر مور تیمر ډیورنډ ترمنځ لاسلیک شوی و.