د طالبانو برید کې لږترلږه '۲۹ افغان پوځيان' وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد لوېدیځ بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو برید د ملي اردو لږترلږه ۱۳ سرتېري وژلي، خو د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي بي بي سي ته وویل، په یادو بریدونو کې ۲۹ افغان سرتېري وژل شوي.

خو د بادغیس د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیک ادعا کوي چې دوی ته د یادو دوو ولسوالیو د سیمه ییزو چارواکو د ریپوټونو له مخې، بالامرغاب ولسوالۍ کې ۳۰ افغان سرتېري وژل شوي.

دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ (غبرګولي ۳۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وسله والو مخالفانو تېره شپه د حکومت له اوربنده په ګټې اخیستو پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي.

سرچینه وايي، تر برید وروسته نښته شوې چې د ۱۳ سرتېرو پر وژل کېدو اته نور هم ټپیان شوي دي.

افغان دولت د روژې له ۲۷مې راهیسې د اختر تر پنځمې پورې له طالبانو سره اوربند وکړ، چې بیا وروسته یې لس ورځې نورې هم وغځاوه. طالبانو یوازې د اختر درو ورځو کې اوربند وکړ او بیا یې بریدونه پیل کړل.

د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي، طالب جنګیالیو تېره د بادغیس پر دوو ولسوالیو (اب کمري او بالامرغاب) بریدونه وکړل.

د بادغیس امنیه قومندان په یوه خبرپاڼه کې ویلي طالبانو ددغې ولسوالۍ د نیولو هوډ درلود، خو په برید کې هغوی ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې او شاتګ ته اړایستل شوي.

پولیس وايي، په دواړو بریدونو کې ۲۴ طالب جنګیالي وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، اب کمري ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون یوه غړی هم وژل شوی دی.

د هغه په وینا، اب کمري ولسوالۍ کې یو سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه ددغو دواړو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.