ولسمشرغني: د اختر پر څلورمه به اوربند تمدید کړو

غني

د عکس سرچینه، ARG

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن

افغان ولسمشر محمداشرف غني داختر پر دويمه ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې د اوربند پر ښه پلي کېدو خوښې څرګنده کړه او خبر یې ورکړ چې د اختر پر څلورمه به یې تمدید کړي.

ولسمشرغني د لسګونو طالبانو د خلاصون خبره وکړه او ژمنه یې وکړه چې که طالبان اوربند ته ژمن پاتې شي نو د دوی ټپیانو ته به طبي مرسته ورسوي او د بندیانو او کورنیو ترمنځ یې د لیدو کاتو زمینه برابره کړي.

تر اختر وړاندې افغان حکومت یوازې له وسله والو طالبانو سره د اوربند غږ وکړ او د پلي کولو ژمنه یې وکړه چې وسله والو طالبانو هم د اختر په ورځو کې د اوربند کولو وعده ورکړه.

ولسمشرغني په خپله وینا کې وویل چې دې اوربند ټول حیران کړي او سولې ته یې د افغانانو ژمنتیا ثابته کړه:

"د ولس قاطع غوښتنې ته د احترام په خاطر د کوچنی اختر له څلورمې ورځې څخه د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو ته د اوربند د تمدید هدایت ورکوم، د تمدید شوی اوربند جزئیات به ډېر ژر ملت سره شریک شی."

د اختر له لومړۍ ورځې راهیسې د افغانستان رسنۍ او ټولنیزې شبکې د طالبانو او افغان امنیتي ‌ځواکونو پر ویډیوګانو رپوټونه خپروي چې یوه بل ته غېږې ورکوي او اختر مبارکي کوي.

افغانستان

د عکس سرچینه، EPA

ولسمشر غني دغه راز وویل:

"له افغان وسله والو طالبانو هم غواړو چې هغوی هم خپل اوربند تمدید کړی. د اوربند په موده کې به د افغانستان د حکومت له خوا د طالبانو ټپیانو ته طبی مرستې او د اړتیا په وخت کې بشری مرستې ورسېږی او د طالبانو بندیانو ته به له خپلو کورنیو سره د اسانه تماس او لیدلو زمینه مساعده شی."

ګڼ شمېر طالبانو د هېواد په لویو ښارونو او د ولایتونو په مرکزونو کې له افغان ځواکونو سره یو ځای د اختر لمونځ ادا کړ او لا اوس هم په ازاده توګه ګرځي چې د ملکي وګړو له تود هرکلي سره مخامخ شوي.

افغانستان

د عکس سرچینه، EPA

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر احمد ویس برمک هم د کابل په لوېدیځ کې له یو شمېر طالبانو سره کتلي‌ چې په عکسونو کتل کېږي چې طالبان ورسره سلفي عکسونه اخلي.